د ښاغلی پرهيز( د زړه بڅری ) چه د ده د اشعارو مجموعه ده ، ما ټول ونشو کتلی ، مګر ډېر ښه ښه شعرونه می پکی ولوستل چه په رښتيايی شعری کيف درلود او محاسن پکی وو .
د پرهيز په شعر کی سربيره په سلاست اوروانۍ هغه شی هم موجود دی ، چه شعر ورته ډير ضرورت لری ، چه هغه احساسات او عواطف دی . څنګه چه ښاغلی پرهيز يو سپېڅلی او پاک زړی پښتون دی چه د حق او حقيقت په مقابل کی نورو شيانو ته څه ډيره اعتنا نه لری او هر کله جرئت او صراحت نه کار اخلی ، فعر ئی هم دهمدغې جذبې له تاثير لاندی هغه جذابيت کړی دی چه په زړونو ډير اثر لری .
د وطن مينه ، د مليت احساس ، انسانی عواطف او د يوه دردمند زړه اغېزې پدی اشعارو کی ډير ښه ځان لری او د زړونو خاونان ورته په ډير ښه نظر ګوری ، زه داکتاب د چاپولو وړ ګڼم او ډيرښه ادبی يی بولم .
کليمه داره روپئ
دا يوه خوږه ډرامه ده چه ښاغلی عبدالرحمان پژواک د پښتو ټولنې افتخاری غړ ی ، تقريبا شل کاله پخوا ليکلی ده . په دې ډرامه کی پښتنی احساسات ، د وطن مينه ، افغانی شجاعت ، دينی جذبه ډر ښه تمثل شوی دی چه د افغان ملت د نرو او ښځو مېړانه او نارينتوب ترې په ښه ډول څرګنديږی .
په کليمه داره روپئ کی مادی او مغنوی دواړه قيمتونه موجود دی او دين او دنيا دوصال ډيره ښه نخښه ده . په پښتو ادب کی کليمه داره روپئ د ښکلو پيغلو له اوربل سره ډير ارتباط لری او په همدغه وجه د جمال پلوشه او د عشق خاطره هم پکی پټه ده . په همدغه سبب دانوم له دې قيصې سره ډيرښه تړون لری او ليکونکی د خپلې کيسې ټکی ګڼلی دی......!