<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-12 16:15:35    
د ښځو د اولمپيک سپورتی لوبی

cri

د لرغونی يونان د ښځو د اولپيک د سپورتی لوبو بل نوم د هران سپورتی لوبی وې . د ميلاد دمخه په شپزمه پيړۍکی د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی لوبو د موسس پيلوپس ماينی هيپوداميا د خپل واده د نيکمرغۍ د نمانځنی لپاره د أسمانی ملکی ښځينه الهی هران نه د مننی د څرګندولو په وخت کی له ١٦ ښاری ډلو څخه ١٦ تنه ښځی انتخابی کړی او په مقدسه اولمپيا کی د لومړی ځل لپاره د ښځو سپورتی لوبی جوړی کړې . له هغه وخت وروسته د اولمپيک د سپورتی لوبو په شان د هران سيالی هم په هرو ٤ کالو کی په اولمپيا کی يو ځل جوړيدله او نيټه يی تقريبأ د جون د مياشتی په پای او د جولای د مياشتی په سر کی ټاکله شوې وه .

_د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ښځو ګډون تحريم شو _

د يونان د ورزش او سپورت ساتندونکی رب هرکولس له ښځو سره تعصب درلود او دده په نظر ، که ښځی په جنګی ميدان او د سياليو په ډګر کی وليدل شی ، نو د يونان د سرتيری او مبارزينو ارادې او قوت به يی کمزوری کړی او ماتی به وخوری . نو په دی وجه په لرغونی زمانه کی ښځو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ګډون حق نه درلود .

_ د لرغونی زمانی د اولمپيک سپورتی لوبی د زوال په لور روانی شوی _

د ميلاد د مخه له ٣٨٨ نه نيولی تر ١٤٦ کاله پوری د لرغونی زمانی د

اولمپيک سپورتی لوبی د زوال په لور روانی شوی وی . د ميلاد دمخه له ٤٣١نه تر ٤٠٤کاله پوری په موده کی د سپارتا او اتن ترمنځ د جګړو له امله د يونان دولتی قوتونه ډير کمزور شول او د مقدونيې لخوا په تدريجی توګه يونان تر خيټې لاندی شوه ، که څه هم د مقدونيې پاچا د اولمپيک سپورتی لوبی د لرغونی يونان د ترټولو مهم سپورتی فعاليت په توګه وګڼلی او ددی ورزشی فعاليت لپاره يی اړوند تاسيسات زيات کړل ، خو په دی موده کی د لرغونی زمانی د اولمپيک سپورتی لوبی تر پخوا نه زياتی کمزوری شوی وی .