<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-12 16:35:36    
پاکستان به د هند او پاکستان تر منځ دسولې د بهير د پرمخبيولو لپاره دوامدار کوشش وکړی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز چه اوس په سنګاپور کی په سفر بوخت دی، د می په يوولسمه نيټه د جنوبی اسيا په باب د سنګاپور د څېړنې په مرکز کی يوه وينا وکړه او و يی ويل چه پاکستان به د هند او پاکستان تر منځ د سولې د بهير د پرمخبيولو لپاره دوامدار کوشش وکړی او د دواړو هېوادونو تر منځ به اقتصادی او تجارتی همکاری پياوړی کړی٠

عزيز وويل چه د جنوبی اسيا راتلونکی ثبات څلور بنسټونه د اړتيا وړ دی٠ لومړی، د جنوبی اسيا د بيلا بيلو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيز ديالوګ او د څو اړخيزو خبرو اترو ميکانيزم جوړ شی٠ دوهم ، د جنوبی اسيا سيمه ايزه تاکتيکی همکاری پراخه شی٠ دريم ، د جنوبی اسيا د بيلا بيلو هېوادونو د خلکو تر منځ د اقتصاد او تجارت ، کلتور او ټولنو تر منځ تبادله پراختيا ومومی٠ څلورم ، د جنوبی اسيا او د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو په شمول د نورو سيمو تر منځ همکاری پياوړی شی٠