<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-12 18:00:38    
حامد کرزی له ناتو بلاک او اروپايی اتحاد څخه د اوږدېمودې  ملاتړ غواړی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی د می په يوولسمه نيټه په بروسيل کښی د ناتو د بلاک مقر ته مسافرت وکړ او د ناتو د شورا او د افغانستان د سولې په ساتنه کښی د د نورو هيوادونو د نماينده ګانو په غونډه کښی يی برخه واخيستله ، له دوی سره يی د افغانستان پر اوضاعو باندی بحث وکړ او د ناتو د بلاک له سرمنشی جاپ دی هوپ سچيفير سره يی خبرې اترې وکړې ٠ مخکښی له دی نه هغه د فرانسې په ستراسبورګ کښی اروپايی پارلمان ته لاړ او د اروپايی اتحاد له مشرانو سره يی خبرې اترې وکړې٠ اروپا ته د حامد کرزی د سفر عمده هدف د ناتو له بلاک او اروپايی اتحاد څخه د افغانستان له امنيت او اقتصادی بيا ابادۍ سره د طولانی او لا زياتو مرستو ترلاسه کول دی٠

جمهوررئيس حامد کرزی د مۍ په لسمه نيټه د فرانسې په ستراسبورګ کښی اروپايی پارلمان ته يوه وينا وکړه او له اروپايی اتحاد څخه يی غوښتنه وکړه چه د اوږدې مودې دپاره د افغانستان له بيا ابادۍ څخه ملاتړ وکړی تر څو افغانستان د بين المللی ټولنې يو له ارامتيا او ديموکراسۍ څخه ډک غړی وګرځی٠ هغه دا څرګنده کړه چه په راتلونکو لسو يا پنځلسو کالو کښی به افغانستان د بين المللی ټولنې ډيرو مرستو ته اړتيا ولری تر څوچه د بودجی د جوړونې او د هيواد د بيا ابادۍ تقاضاوې يی پوره شی٠

جمهوررئيس کرزی د می په يوولسمه نيټه د ناتو د بلاک له سرمنشی جاپ دی هوپ سچيفر سره له خبرو اترو نه وروسته په يوه ګډه مطبوعاتی غونډه کښی لومړی د افغانستان د امنيت د ساتلو دپاره د ناتو د بلاک له کوششونو څخه مننه څرګنده کړه او ويی ويل چه د افغانستان امنيت د افغانانو او بين المللی ټولنې دپاره يو اوږد بهير وی، په دی بهير کښی به افغانستان دی ته اړتيا ولری چه بين المللی ټولنه دی په پرله پسی توګه ورڅخه ملاتړ وکړی٠ هغه وويل چه د راتلونکی سپتمبر په مياشت کښی د افغانستان د پارلمان د انتخاباتو له ترسره کيدو نه وروسته به د بن بهير پای ته ورسيږی ، خو د دی بهير ختميدل به په افغانستان کښی د ثبات او امنيت د رامنځ ته کيدو نښه نه وی ٠ نو افغانستان به نور هم د بين المللی دوامدار ملاتړ ته اړتيا ولری تر څو چه له زياتو ستونزو او چلنجونو سره مقابله وکړی چه د امنيت د تامين ستونزه به تر ټولو لويه ستونزه وی٠

د هوا د ورځ په ورځ توديدو تر څنګ د افغانستان په خاوره کښی د طالبانو وسله والې ډلې او بيل بيلا تروريستی سازمانونه بيا په خپلو عملياتو پيل کړی او په دی وروستيو ورځو کښی د افغانستان په بيلا بيلو ځايونو کښی پر امريکايی عسکرو او حکومتی پوځيانو باندی يی بريدونه زيات شويدی ٠په تيره بيا د می په يوولسمه نيټه په جلالاباد کښی د امريکې په ضد داسی مظاهره وشوه چه پيمانه يی د ٢٠٠١ کال په منی کښی د طالبانو د رژيم له نسکوريدو نه راهيسی تر ټولو لويه وه ٠ د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت د څرګندونو له مخی ټول څلور تنه په نوموړی مظاهره کښی مړه او يواويا تنه ټپيان شول او په دی جمله کښی اووه تنه پوليسان شامل دی٠ جمهوررئيس حامد کرزی د دې پيښې د يادونې په وخت کښی دا نظر څرګند کړ چه د افغانستان امنيتی ارګان تر اوسه لا هم د اعتراض کوونکو له فعاليتونو سره د مقاومت طاقت نه لری٠

اوس په افغانستان کښی د بين المللی سوله ساتی پوځ اته زره پنځه سوه تنه پوځيان ميشته دی٠ برسيره پردی امريکې هم د طالبانو او د القاعدې د سازمان د راپاتی شويو عناصرو د نيولو دپاره په افغانستان کښی څه دپاسه اتلس زره تنه پوځيان ځای پرځای کړيدی٠ خو دغه ټول پوځيان لا هم د سولې د ټينګولو عمليات د افغانستان ټولو سيمو ته نشی پراخولای ٠ د څيړونکی شخصيتونو په نظر، د افغانستان او عراق په باب د ناتو له بلاک څخه د اروپايی هيوادونو چلند توپير لری چه له دی جملې څخه اکثر هيوادونه د امريکې لخوا د عراق د جګرې له پارولو سره مخالفت کوی او هم عراق ته د ناتو د بلاک د پوځونو له ليږلو سره مخالفت کوی ترڅو چه په نوموړی هيواد کښی د سولې په تامين کښی برخه واخلی٠ خو د اروپايی اتحاد غړی هيوادونه عمومأ په افغانستان کښی د سولې له ساتلو څخه ملاتړ څرګندوی چه دا اروپا ته د حامد کرزی د مسافرت او له اروپا څخه د اوږدې مودې د ملاتړ د ترلاسه کولو علت دی٠

د ناتو د بلاک سرمنشی جاپ دی هوپ سچيفر په همدې ورځ په مطبوعاتی غونډه کښی دا څرګنده کړه چه له افغانستان سره مرسته کول تل د ناتو د بلاک مهمه دنده ده٠ هغه وويل چه د ناتو بلاک به د راتونکی جون په لومړيو ورځو کښی د غړو هيوادونو د ملی دفاع د وزيرانو په غونډه کښی له افغانستان سره د مرستې په باب نورې مشورې وکړې٠