<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-13 15:58:59    
د چين د ډله ايزو اطلاعاتو په پوهنتون کی د محصلينو د ټولنو له خوا رنګا رنګ کلتوری فعاليتونه.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چين د ډله ايزو اطلاعاتو پوهنتون چی د بېجينګ په ختيځه برخه کی پروت دی، ټول څه نا څه شل زره تنه زده کوونکي لری. په دغه پوهنتون کی په عمده توګه د چين د مختلفو ټلويزيونونو او راډيو ګانو دپاره زيات شمېر مستعد کسان روزل شويدي.د کلتور او هنر په نننی پروګرام کی به تاسو ته په دغه پوهنتون کی د محصلينو د ټولنو له خوا د رنګا رنګ کلتوری فعاليتونو په هکله څه معلومات وړاندی کړو.

همدا اوس تاسو د چين د ډله ايزو اطلاعاتو د پوهنتون په اړه يوه هنری نمايش کی د يوې نڅا د ښودلو دپاره موزيک واورېد. دغه نڅا د دې پوهنتون د DE په نامه د نڅاوو د ټولنې د غړو له خوا وښودله شوه. د دوی په زړه پوری ننداره او موزيک زيات کتونکي ځانته جلب کړی او له دې املهپه تود چکچکو يی هرکلی کېږی.

د DE په نامه د نڅاوو ټولنه د چين د ډله ايزو اطلاعاتو په پوهنتون کی ډېر شهرت لری چی په ٢٠٠٣ کال کی جوړه شويده او ديرش غړي لری. د دغې ټولنې ټول غړي د پوهنتون د مختلفو څانګو څخه راغلی دي چی نڅا خوښوی او پخوا يی هم له نڅا سره مينه درلوده. دوی د HIP-HOP په هکله د کلتور د خوښولو له امله نوموړی ټولنه جوړه کړه. د دې ټولنې رئيس سيا روی وويل

زه د HIP-HOP په هکله کلتور او نڅا ډېره خوښوم، نو ځکه چی د نڅا مينه والو ته د يوه ښه چاپيريال د برابرولو دپاره چی نوموړی ټولنه جوړه کړه. دا يو ډېر مروج کلتور دی او د ډېرو زياتو زده کوونکي خوښ دي.

د نڅاوو نوموړی ټولنه د هرې اوونی د شنبه د غرمې نه وروسته فعاليتونه جوړوی. کله چی د نڅاوو تمرين کېږی، نو د نڅاوو په هکله د تجربو د تبادلې دپاره له نورو پوهنتونو څخه د نڅاوو مينه والو ته بلنه ورکوی. د DE په نامه د نڅاوو د ټولنې غړي هميشه د ټلويزيونونو له خوا په جوړ شويو رنګا رنګ مسابقو کی برخه اخلی. په ٢٠٠٣ کال کی دوی د چين د مرکزی ټلويزيون له خوا د نڅاوو د نړۍ په نامه د پوهنتونو د نڅاوو په جوړه شوی مسابقه کی جايزه تر لاسه کړه.

په چين کی د جاپان زده کوونکی تاکونولی هم د نڅاوو د نوموړی ټولنې يو غړی دی. د تېر کال نه مخکی هغه د نطاقی د زده کړی دپاره د چين د ډله ايزو اطلاعاتو پوهنتون ته لاړ. هغه د چينی محصلينو سره يو ځای ژوند کوی، زده کړه کوی او نڅاوی ښيی. په دوو کلونو کی په چين کی د ژوند د يادونې په بهير کی تاکونولی خبريال ته وويل

په چين کی زه ډېر زيات ښه دوستان لرم. که څه هم زه يو جاپانی يم، مګر زه يو چينايی بلل کېږی. که چيری زه له ستونزو سره مخامخ يم، دوی هرومرو له ما سره مرسته کوی.

د چين د ډله ايزو اطلاعاتو په پوهنتون کی د کاريکاتورونو او د کارتون د فلمونو په هکله ټولنه هم مشهوره ده چی اوس څه دپاسه څلويښت غړي لری. هره

اوونی دغه ټولنه د دوه تازه کارتونی فلمونه د خپلو غړو دپاره ښيی. د کارتونی فلمونو د کتنې او په دې باب د خپلو احساساتو د تبادلې له لاری د نوموړی ټولنې غړي د کاريکاتورونو او د کارتونی فلمونو په هکله د تازه انفورمېشنونو په باب معلومات اخيسلی شی او د کارتونی فلمونو د جوړېدو مربوط تخنيکونه زده کولای شی. دغه ټولنه هميشه د کاريکاتورونو او د کارتونی فلمونو د جوړېدو د تخنيکونو په هکله له خپلو غړو سره د مرستې دپاره مشهورو متخصصانو ته بلنه ورکوی. علاوه پر دی نوموړی ټولنې يو شمېر نندارتونونه هم جوړ کړيدي. د نوموړی ټولنې رئيس شو سيو چينګ وويل

(څلورم اواز)

په ٢٠٠٣ کال کی زمونږ ټولنې په چين کی د کارتونی فلومونو او کاريکاتورونو د چارو د پرمختګ په هکله د لوی ديوال په نامه يو نندارتون جوړ، د ٢٠٠٤ کال په منی کی مونږ د چاپيريال د ساتلو په هکله د بېجينګ په ژمنی ماڼۍ کی لوی نندارتون جوړ کړ او ور پسی مو د چين او جاپان د محصلينو ترمنځ د کاريکاتورونو په نندارتون کی برخه واخيستله.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس د چين د مطبوعاتی خپرونې په پوهنتون کی د محصلينو د ټولنو له خوا د رنګا رنګ کلتوری فعاليتونو په هکله څه معلومات واورېدل. هيله ده چی زمونږ پروګرام خوښ وی.