<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-13 16:16:53    
په بيجنګ کې يوه تايلندي رستوران ته کتنه

cri

د چين په مرکز بيجنګ کې د تايلندي خوراکونو يو رستوران شته پخوا به کله چې د بيجنګ خلکو غوښتل چې تايلندي خوراکونه وخوري نو تايلند ته به تلل ، خو اوس خلک يوازي د بيجنګ ښار په لويديځه برخه کې د تايلندي مرچ په نامه رستوران ته ځي نو په دې رستوران کې نه يوازي ريښتيني تايلندي خوراکونه خوړلی شي بلکې په نوموړي رستوران کې د تايلندي فضا هم احساسولي شي 

کله چې خلک نوموړي رستوران ته ننوزي نو خدمتګاران چې د تايلند عنعنوي کالي يې اغوستي دي په تايلندي ژبه ميلمنو ته سلام اچوي ، د رستوران د دروازې په مخکې يو ديوال ولاړ دی ، پر نوموړي ديوال باندې د يوه بودايي سر ډبرينه مجسمه ليدل کيږي ، د ديوال له پاسني برخې څخه اوبه په کرار کرار سره د بودايي مجسمې پر مخ باندې بهيږي ، د نوموړي رستوران خاوند ښاغلي لو وي مين وويل ددې ديوال له پاسني برخې څخه د اوبو د بهيدو نه وروسته اوبه د رستوران داخلي ځای ته بهيږي ، هغه وويل زه غواړم چې په رستوران کې د تايلند دود او رواج رامنځته کړم او د تايلند کلتوري جنبه خلکو ته وښيم ٠

هغه وويل زما د رستوران داخلي ځای د يوه جر په واسطه چاپيره شوی، لکه د تاينلد د ميګونګ سيندپه شان ، زه هيله لرم چې د تايلند خصوصيت زما په رستوران کې احساس شي ، تايلند يو داسي هيواد دی چې د زراعتي چارو پرمختګ ته په ډيره درنه سترګه ګوري ، د زراعتي چارو د انکشاف د موندلي هيواد کلتور د

سيندونو د سيمو څخه راپيدا شوی دی ، د چين ژيړ سيند او د يانګځي سيند د چين د کلتور سرچينه ده ، په تايلند کې د مي نان سيند د تايلند د کلتور زيږنځی هم دی ٠نو په دې وجه زه غواړم چې د اوبو د بهيدو په واسطه د کلتور منظره او فضا رامنځته کړم ٠

ښاغلی لو وي مين د چين د هانکانګ سړی دی او د عمارتونو د ارايش کولو په برخه کې يو متخصص دی ، ددې دپاره چې په بيجنګ کې په خپل رستوران کې د تايلند اصلي رواج وښودل شي ښاغلی لو وي مين د تايلند د مرچ په نامه رستوران کې زيات ساختماني مواد او تزييني لوازم له تابلند څخه راوړي دي ،

د تايلند د مرچ په نامه د رستوران په منځ کې يوه برنډه ولاړه ده چې د څه دپاسه لسو تنو کسانو لخوا پکې خوراکونه خوړل کيدای شي ٠ نوموړي برنډه کاملاد تايلند په ساختماني سبک سره سم جوړه شوې ده ٠ښاغلي لو وي مين وويل دا رنګه برنډه د تايلند په کليوالي سيمه کې زيات ليدل کيږي ، زما نيت دا دی چې هرډوډۍ خوړونکی چې زما رستوران ته راځي د تايلند اصلي او ساده سبک احساس کړي ٠

د ښاغلي لووي مين ميرمن يوه تايلندي ښځه ده چې نوﻻ نوميږي ، په رستوران کې پنځه ځانګړي کوټې شته چې په ځانګړي سبک ارايش شوي دي او له دې جملې څخه يوه خونه د تايلند د معمولي خلکو د کور په صورت تزيينه شوېده ، ميرمن نورا وويل هغه له دې ځانګړې خونې سره ډيره مينه لري ، هروخت چې دلته راځي هغه دا احساسوي چې د تايلند په خپل کورکې ده ٠هغه وويل ٥

دا خونه لکه يو کور دی او پکې کټ ، دسترخوان ، کوټ بند او نور سامان الات شته دا خانه لکه زما کور دی ، زه ددې خانې څخه ډيره خوښيږم ٠

په نوموړي رستوران کې نه يوازې تايلندي سبک لرونکي وداني او سامان الات شته بلکې په دې رستوران کې ريښتيني تايلندي خوراکونه هم خوړل کيږي ٠د نوموړي رستوران منيجرې ميرمن ليو جين يان وويل په دې رستوران کې د خوراکونو د تيارولو دپاره د مسالو اکثريت له تايلند څخه راوړل شوي دي او اشپزان يې هم تايلنديان دي ٠

په نوموړي رستوران کې ډوډۍ خوړونکي نه يوازې د تايلند ځانګړي خوندور خوراکونه خوړلی شي بلکې د تايلند د سندرو او نڅاوو څخه هم خوند اخيستلی شي دغه سندرغاړي او نڅاکوونکي ټول د تايلند څخه راغلي دي ميرمن نورا وويل هغه د تايلندي مرچ په نامه رستوران په بيجنګ کې خپل يو کور ګڼي ، هغه هيله لري چې ﻻ زيات تايلندي دوستان د ميلمنو په توګه دې کور ته راشي او په دې رستوران کې د خپل وطن خوراکونه و خوري او خپلې سندرې و اوري او نڅاوګوري ٠