د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د می په ١٢ نيټه د افغانستان په مرکز کابل کی د امريکی په ضد لويه مظاهره وشوه او نژدی زر تنه زده کوونکی واټونو ته ووتل او له دی لاری يی د قران کريم د سپکاوی او د مظاهره کوونکو د وژلو په هکله د امريکايی فوځيانو پر اعمالو باندی احتجاج څرګند کړ . له لسمی نيټې څخه د افغانستان زده کوونکو او وګړو د هيواد په زياتو سيمو کی د امريکی په ضد مظاهرې وکړی او په دی ترڅ کی يی د نوموړی هيواد له ملی پوليسو سره نښته وکړه چه په نتيجه کی اووه تنه ووژل شول او نور٧٦ تنه ژوبل شول .د ٢٠٠١ کال د دسمبر په مياشت کی د افغانستان په ضد دامريکی د جګړی د پيل راهيسی نوموړی مظاهره په دغه هيواد کی دامريکی په ضد تر ټولو لويه مظاهره ګڼله کيږی .
نوموړی مظاهره د امريکی د نيوز ويک د ورځپاڼې د يوه راپور په اثر رامنځه ته شوی ده . د نوموړی ورځپاڼی د نهمی نيټې په راپور کی ويلی شوی چه د قران کريم د سپکاوی په ګوانتناموکی د مسلمانو بنديانو د ځورولو په بهير کی د امريکايی عسکرو له دايمی وسيلو څخه شميرل کيږی . د مسلمانو بنديانو د اهانت او بی پته کولود مقصد د سرته رسولو لپاره امريکايی عسکرو د قران کريم په تشناب کی اچولی . کله چه د دغه ډول ناوړو اعمالو په باب خبر په ورځپاڼو کی خپور شو ، سمدستی د افغان مسلمانانو د سختی کرکی او نفرت سبب ګرځيدلی دی . د سپټمبر د ١١ پيښی راهيسی د افغانستان او پاکستان څه نا څه ٥٣٠ تنه مسلمانان په ګوانتنامو کی بندی شوی دی .
د امريکی په ضد مظاهره لومړی د ننګرهار ولايت په مرکز جالال اباد کی وشوه . د می په لسمه نيټه په نوموړی ښار کی څو سوه تنو محصلينو له پوهنتون څخه حرکت وکړ او په لوړو اوازونو سره يی د امريکی په ضد د شعارونو په ور کولوسره کابل ته د ورتګ په اصلی سړک کی مارش وکړ ، په دی بهير کی سيمه ايزاوسيدونکی هم ورسره ملګری شول . مظاهره کوونکو له امريکی نه وغوښتل چه دپاک قران کريم د بی حرمتۍ او سپکاوی د ناوړو کړووړو په هکله له مسلمانانو څخه عفو او بخښنه وغواړی او له افغانستان څخه خپل عسکر وباسی . په ١١ مه نيټه د جالال اباد په ښار کی نوموړی احتجاجی فعاليتونه اوج ته ورسيدل او په زرګونو وګړی واټونو ته راووتل او په لوړو اوازونو سره يی مرګ پر امريکا شعارونه ورکړل او دغه لاريون ډير ژر په خونړی پيښو واوښت . مظاهره کوونکو د واټونو په دواړو اړخونوکی پر دکانونو او موټرونو باندی ډبرې وغورځولی . د ولايت دفتر ، د پاکستان جنرال کنسولګرۍ او د ملګرو ملتونو دوه دفترونه د يرغل اهداف هم وګرځيدل . د نوموړی الی ګولی د ارامولو لپاره سيمه ايز حکومت ملی پوليس وروليږل او امريکايی فوځ هيليکوپتر هم ورواستاوه . په دی خونړۍ پيښه کی ٤ تنه ووژل او نور ٧١ تنه ژوبل شول . په ١٢نيټه په احتجاجی مظاهره کی د جالال اباد د شاوخواؤ سيمو د وګړو د ګډون د مخنيوۍ لپاره د پوليسو او مظاهره کوونکو ترمنځ بيا نښته وشوه او په دی ترڅ کی نور دري تنه ووژل شول او نور پنځه تنه ټپيان شول . سربيره پردی په همدی ورځ د پروان ، قندهار او خوست په شمول لسو ولايتونو کی همدغسی مظاهری هم وشوی .
ولسمشر حامد کرزی چه اوس په خارج کی په سفر بوخت دی ، په ١١ مه نيټه د نوموړی پيښی نه وروسته دا څرګنده کړه چه دا د امريکا ضد مظاهری نه دی او يوازی سيمه ايز خلک د امريکايی عسکرولخوا د پاک قران د سپکاوی په خاطر ناخوښی څرګندوی .
خو د کتوونکو په نظر په افغانستان کی نوموړی مظاهری د اوږدی مودې راهيسی د امريکا په ضد د افغانانو دعمومی احساساتو او د افغانستان د حکومت او امريکی ترمنځ د نظامی همکاری له امله ددوی د نارضايتی څرګندوی دی . مخکی له دی نه په خبر کی ويل شوی ؤ چه امريکايی فوځ به په افغانستان کی يوه دايمی عسکری اډه جوړه کړی چه دا د ډيرو افغانانود احتجاج سبب شوی دی . دغه شان د افغانستان اوسيدونکی له دی امله هم ډيره کرکه او نفرت کوی کوم چه د امريکايی فوځ لخوا د القاعدی او طالبانو د راپاتی شويو غړو د تصفيه کولو اونيولو په بهير کی زيات بی ګناه اوسيدونکی هم وژل اوژوبل شوی دی .