<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-14 20:24:34    
پاکستان د القاعدې د سازمان د يوه مهم غړي د مړيدو په باب خبر ردکړ

cri
د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د اطلاعاتو او راډيو وزير شيخ رشيد د مې په ١٤ نيټه هغه خبر ردکړ چې وايي د القاعدې د سازمان يو مهم غړي په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان په غرني سيمه کې د امريکې د يوې بې چلوونکي الوتکې د بمباري له امله مړ شو ٠ شيخ رشيد په همدې ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل زه په رسمي توګه دا خبر ردوم چې هشيم ياماني د پاکستان په خاوره کې ووژل شو، په دې باره کې د امريکې د ځينو مطبوعاتي ذرايعو خبرونه سم نه دي ٠ هغه په تاکيد سره وويل د پاکستان په خاوره کې همداسي پيښه نه ده رامنځته شوې او په افغانستان کې د همدې پيښې د رامنځته کيدو په باب اطلاعات مو هم نه دی ترلاسه کړی ٠