<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-15 17:30:53    
ډېر اروپايان په چين کی کورونه اخلی

cri

ګرانو دوستانو، د چين د ورخلاصون د پاليسۍ له برکته، د هغو اروپايانو شمېر چه چين ته راغلی دی هم ورځ په ورځ زياتيږی چه ځينی يی په چين کی لس ورځی سفر کوی او ځينی يی څو کاله پاتی کيږی٠ په وروستيو کلونو کی زياتو اروپايانو دا علاقه ښودلی ده چه په چين کی د ځان لپاره کورونه واخلی ، دوی هيله لری چه په چين کی په طولانی توګه واوسيږی او د محلی چينايانو سره يوځای ژوندوکړی٠ په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دې موضوع په باب په زړه پوری معلومات وړاندی کړم٠

په نوموړو اروپايانو کی ښاغلی توماس د المانی سوداګرۍ د يوه شرکت مسئوليت په غاړه لری٠ د روان کال په پيل کی د بيجينګ د هو های په نامه سيمه کی يی يو انګړ لرونکی کور واخيست چه چاپېريال يی ډېر ښه دی٠ هغه خبريالانو ته وويل چه په ٢٠٠٤ کال کی د بيجينګ حکومت لخوا دغه مقررات و ټاکل شول چه خارجيان هم عنعوی انګړ لرونکی کورنه اخيستلی شی ، نو هغه دغه کور واخيست٠ هغه او د ده کورنی غواړی چه په طولانی توګه په بيجينګ کی و اوسيږی او د ٢٠٠٨ کال اولمپيک سپورتی لوبی ته انتظار وباسی٠ د ده په نظر کی په بيجينګ کی د ژوندانه سويه د دوامدار لوړتيا په حال کی ده٠

اوس مخ په زياتيدونکی اروپايان لکه توماس په چين کی کورونه اخلی٠ د المان د تجارتی اخبار د تحقيقاتو څخه څرګنديږی چه په طولانی توګه په چين کی د اوسيدونکو اروپايانو شمېر د دوو لکو تنو څخه اوښتی دی او پکی څه دپاسه لس فيصدو په چين کی کورونه اخيستلی دی ، او په عين وخت کی نيمه

برخه يی داسی کورونه غوره کوی چه مساحت يی د اتياو مربع مترو څخه تر يو سلو شلو مربع ميترو پوری وی او کورونه يی هنری يا سمسورو سيمو ته نژدی وی ٠ د کوراخيستونکو اکثريت په چين کی د اروپايی شرکتونو کارکوونکی يا سوداګران دی٠

پخوا اروپايانو د بيجينګ ، شانګهای او ګوانګ جو په شمول لوی ښارونه خوښی کړل، څرنګه چه اوس په داسی لويو ښارونو کی د کور بيی ډېری لوړی دی ، نو ځينو اروپايانو منځنی ښارونه غوړه کړل لکه سو جو، نينګ بو او شاو شينګ ، ځکه چه په دغو سيمو کی خلک په کم مصرف ښه ژوند تر لاسه کولی شی او دغه ښارونه د چينی عنعنوی کلتور له فضا نه ډک دی٠

يوه پوښتنه دا ده چه ولی اروپايان په چين کی کورونه اخلی؟ په دې هکله خبريال دری عمده علتونه اشاره کوی : لومړی ، د کار، ژوندانه او زده کړی اړتيا د پوره کولو لپاره دی ٠ د اروپا ډېر مشهور شرکتونه لکه بن چه ، دا جونګ او شی من ځه په چين کی ښه راتلونکی لری او د اروپايی شرکتونو زيات کارکوونکی هم چين د خپل انکشاف اډه بولی ٠ د شانګهای د داجونګ شرکت انجنير اوليی وويل : زما په اروپايی همکارانو کی څه دپاسه دېرشو کسانو په شانګهای کی کورونه واخيستل او ډېرو ملګرو می له چينی نجونو سره واده کړی دی٠

دوهم ، د پانګه اچولو لپاره يوه لاره ده ٠ د فرانسی مشاور ګای تينګ خبريال ته وويل چه د نړۍ د نورو سيمو په نسبت د چين د زمکو د معاملی په چارو کی سرمايه ګذارۍ ډېر ارزښت لری او امکان شته چه په

شانګهای کی خلک به د زمکو د معاملې په چارو کی نهه فيصده ګټه تر لاسه کړی، خو د لوېديځی اروپايی هېوادونو په مرکزی سيمو کی د زمکو د معاملې په چارو کی د پانګی اچولو کلنی ګټه په سلو کی يوازی د پنځه څخه تر اوه پوری برخه ده٠

دريم ، که څه هم يو شمېر اروپايان په چين کی کار نه کوی ، مګر له چين سره ډېره مينه لری او په چين کی د رخصتی د تيرولو لپاره دوی هم کورونه اخستی دی ٠

د المان د اقتصادی پوه د فولی که په نظر، اوس په چين کی د زمکو د معاملې د چارو په عمومی پانګو کی اوه لس فيصده د خارجيانو په برخه دی، او په دې چارو کی د اروپايانو د ګډون څخه څرګنديږی چه د چين بازار پوخ شوی دی٠ د چين يو بل تفوق دا دی چه حکومت د دې چارو په باب ميکانيزم کنترول کړی، او هغه پروګرامونه چه زياتی اضافی پانګی پکی اچولی شوی، د خلکو توجه بلی خوا ته اړولی ده ، نو ويل کيږی چه په چين کی د زمکو د معاملې چارې به ډېر تودوالی و نه مومی٠