<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-15 17:33:29    
د خوشحال خان

cri

د اشعارو اجتماعی او اخلاقی خوا ( ٢)

خوشحال خان د يوه مفکر او صاحب نظر شاعر په حيث د انفرادی او اجتماعی ژوند په مختلفو خواو او په ډيرو اجتماعی مسايلو کی خپلو افکار اونظريات څرګند کړی دی چه په ځينو کی له خپل عصر نه ډير وړاندی دی او په ډير خبرو کی د خپل محيط او ماحول او د پښتنې ذهن او عقايدو ډير ښه ترجمان دی .

که څوک دا سوال طرح کړی چه تاسو څنګه سړی ته په شخصيت او رجليت قايليږی يا په بل عبارت دخپل ايديالی شخص د تشخيص لپاره څه صفتونه او څه راز خويونه لارم او ضروری ګڼۍ ؟

ښايی چه دغه سوال ته هرڅوک د خپل فکر او نظر مطابق بيل بيل جواب ووايی او مختلف نظريات راپيدا شی . دی په دغه مورد کی دپښتنی شعور او احساس په بنا هغه چا ته په سړيتوب او حيثيت قايل دی چه مردی او مردانګی ولری او د ننګ او غيرت خاوند و ی . د ی له دنيه چه سړی له نامرد سره مکی ته ورسيږی دا بهتره ګڼی چه له مرد سره په بيد يا او بيابان کی ورک شی اوپس له مرګه هم دمرد ترنوم لاندی ښخيدل غواړ ی نه د نامرد له څنګه د همدې لامله وايی

د نامرد سره مکی ته رسيدلی

ښه د مرد سره په بيدی بيديا ورک

پس له مرګه ښخ د مرد ترقدم ښه دی

ګور می مشه د نامرد له ګوره سم

اوس به ګورو چه دخوشحال خان په نظر کی مرد څوک دی او د مردۍ صفات د ده په نظر کی کوم کوم دی ؟ دا صفتونه دده په دغو بيتو کی وګور ئ :

مرد د به نشی په ګفتار څو پيدا نه کړی کردار

چه دې وګنځی مرد نه يی که له تانه وی په ډار

چه څه دی خوا نتقام دی د مرد انو کاروبار

چه عزت ورڅخه نه وی هغه مرد نه دی په کار

هم مهره لری هم زهر ښه مردان دی لکه مار

چه هم نتدر هم باران وی تر هغو مردانو ځار

مرد به غم د خپل هنر کا نه درزنه د دينار

مرد به غم کا دخپل شرم د عزت د اعنبار

نامرد فخريه نسب کا مرد نه مور لری نه پلار

مرد هغه چه همت ناک برکتناک وی

د عالمه سره خوږ په زيست وژواک وی

مخ يی مخ قول يی قول عهد يی عهد

نه دروغ نه يی فريب نه تش تپاک وی

لږ ويل ډير يی کول په خاموشی کی

د غنچې غوندې خوله ډکه سينه چاک وی

چه خبره د پستئ د بلندئ شی

په لويی لکه اسمان په پستئ خاک وی

په تمکين کی لکه سبر په پستۍ کی

په هر لور څانګې زنګوری لکه تاک وی

لکه ګل شګفته وری تازه په باغ کی

هميشه د ښو بلبلو پرې بلغاک وی

په نورو متفرقو شعرونو کی وايی :

مرد به غيور وی مرد به صبور وی

هم به په عفوه په کرم مشهور وی

نامرد هغه وی په حقيقت کی

چه دا څو توکه يی له دله دور وی

که د مردانو په دين أيين يی

نه بند په سره يی نه بند په سپين يی

که نه دې تخت شته نه دې افسر شته

قيصر د روم يی فففور د چين يی

مردان هغه دی چه همت ناک وی

په هره چار کی چست و چلاک وی

که غم پری راشی پروا دغم نه کا

خواږه له هر چا په زيست وژواک وی

څو وانخلی له مغليمه انتقام

مرد نه خوب کا نه خوراک کا نه ارام

چه د ننګ او ناموس اند وه يی نه وی

د هغه سړی به نه وی احترام

چه د بل ترلاسه ورغی د بل شو

مرد به خپل لری دخپل فکر زمام

په جهان کی که مردان دی هم هغه دی

چه وسختی و ته ونيسی ځانونه

واړه زړونه فراغت دی په ښادۍ کی

چه په غم کی مردانه شی زړه هغه

که په توره يی جواب ورکړی مردی ده

که وجود د دې څوک ازار کاندی په چوب

له دې بيتو څخه معلوميږی چه دی هغه چا ته په درانه نظر ګوری چه له ګفتار سره کردار هم ولری او دعمل جنبه يی ډيره درنه وی .