<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-16 17:25:49    
په پسرلی کی ٤ ډولونه ناروغی وقايی کيږی

cri

ګرانو دوستانو د چينايانو د روغتيا په خپرونه کی به په پسرلی کی د ٤ ډولونو ناروغی د وقايی په باب په زړه پوری معالومات تاسو ته وړاندی کړو .

دوستانو د پسرلنی جشن د تېريدو نه وروسته پسرلی را رسيدلی دی .هر کال د پسرلی په فصل کی داسی حالت تل ليدل کيږی چی ناروغان بيلا بيل روغتونونه يا کلنيکونه له ناروغانو څخه ډک دی .په پسرلی کی بوڼ،ريزش،د بريښی ناجوړه ،سری ،د زړه ناروغۍ او د اعصابو ناروغۍ رامنځته کيږی ،نو په دی وجه وايی چی پسرلی د زياتو ناروغيو د رامنځته کيدو فصل دی .ډاکترانو دی ته اشاره وکړه چی په پسرلی کی سړه هوا له تودی هوا سره ګډيږی نو کله کله هوا توديږی او کله کله هوا سړيږی .کله مونږ د خپل بدن د روغتيا ساتلو ته توجه ونه کړو ،نو ممکنه ده چی په نوموړو ناروغيو به اخته شو.په دی ډول په پسرلی کی وقايی ته لومړی اهميت ور کول کيږی.د اړوندو معالوماتو له مخی په پسرلی کی عمومأ ٤ ډولونه ناروغی رامنځته کيږی ،مونږ بايد دی ډول ناروغيو ته زياته پاملرنه وکړو.

لومړی ،د معدی د قرحی ناروغی

په پسرلی کی د بدن د متابوليزم د جګيدو په اثر د معدی سيره زياتيږی ،نو د معدی د قرحی ناروغی رامنځته کيږی .په دی وجه د معدی د قرحی په ناروغی رامنځته کيږی .په دی وجه د معدی د قرحی په ناروغی اخته شوی کسان بايد د مساعد پرهيز مراعات ،د خوب وخت تامين کړی او په عين وخت کی په مساعده توګه زياتی کلی واغوندی څو چی د ارامتيا په حال کی ځان وساتل شی .

دوهم ،د زړه او د وينو د رګونو ناروغی

په پسرلی کی د انسان د عواطفو او د هوا د بدليدو له امله د وينو رګونه انقباض او د وينو فشار لوږ کيږی چی په دی اثر د وينو د رګونو ناروغی رامنځته شی ،نو په داسی وخت کی د انسانو دپاره بايد ددی ته متوجه شی چی د اوبو اړتيا دی پوره شی او ارام احساست وساتل شی .

دريم،د پښتورګی ناروغی

په پسرلی کی ځينی کسان کله چی د ډوډی د خوړلو اشتها نه لری او يا کله چی ډوډی وخوری بيرته يی ګرځوی او د مخ رنګ يی زيړ ښاری که داسی حالات رامنځته شی ،بايد په وخت روغتون ته ولاړ شی او خپل بدن معاينه وکړی .

څلورم ،شيری

په شيری اخته شوی ناروغان تبه نيسی خو تودوخه يی لوړه نه ده ،مګر د يويا دوو ورځو نه وروسته د مخونو او غاړو پر پوستکو پاندی سره سرخک رامنځته کيږی او په ٢٤ ساعتونو کی په چټک سره په ټول بدن کی خپريږی ،مګر په لاسونو او پښو کی سرخک نه شته .د نوموړی حالاتو د رامنځته کيدو نه وروسته ناروغان بايد د جلا کيدو تر علاج لاندی ونيسی.

ځکه چی په پسرلی کی نوموړی ناروغی په اسانه توګه اخته کيږی ،نو متخصيصانو دی ته اشاره وکړه چی بايد د نوموړی ناروغی وقايی ته په درنه سترګه وګوری او د درو خواوو په وقايی کی لاس پوری کوی :

لومړی د ريزش کولو مخنيوی وکړی شی .په پسرلی کی د هوا تودوخی ثابت نه ده نو هغه خلک چی صحت يی ضيف دی بايد د سړه وهل مخه ونيسی او لږ څه زياته سرکه يا اوږه وخوری چی نوموړی خوړه د سړه وهلو د مخنيوی دپاره رول لوبولی شی.د هغو کسانو دپاره چی د ګلونو پودر په نسبت حساسيت لری ښه به دا وی چی خارج ته د تللو په وخت کی د خولی بند استعماليږی .

بله خبره دا ده چی ضيف کسان بايد په بيلا بيلو ورزش او لوبو کی ګډون کوی تر څو د بدن مصونيت زيات شی .کيداي شی چی دخپل علاقی سره سم د منډه وهلو ،د توپونو د لوبو په ورزشونو او په توريزم کی برخه اخلی .له دی نه علاوه په پسرلی کی خلک هغه خوراکونه مثلأ شين ځای ،کافی ،چاکليټ او نور خوراکونه خوری څو چی عصبی سيستم فعال او سړتيا له منځته لاړ شی .د توجه وړ بله خبره دا ده چی په دی موسم کی د روغتيا د ساتنی دپاره خلک دې په ژوند او کارونو کی ارام احساسات وساتی.په دی هکله لکه د کبانو روزلو ،د ګلانو کتلو ،د چنګک څخه په استفادی سهر د کبانو نيول د ارام احساسات د ساتلو له پاره ډير رول لری .د هوا د بدلون په ترڅ کی هغه ناروغان چی په مزمنو ناروغيو اخته شوی بايد د ډاکترانو د لارښوونی سره سم تر علاج لاندی راشی.د وينو د لوړ فشار ،د نری رنځ او اعصابو په ناروغيو اخته شوی کسان په پسرلی کی بايد دارودرمل پرخوړلو ټينګار وکړی تر څو د ناروغيو د سختيدو مخنيوی وشی .ماشومان بايد په وخت د نوموړو ناروغيو په ضد واکسين تطبيقوی او په عامو ځايونو کی نه شی اوړل کيږی.که ماشومان په نوموړو ناروغيو اخته شی ،روغتون ته دی ولاړ شی او تر وقايی لاندی را شی .