<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-16 17:40:23    
د ژن مين بی يونو د تبادلوی ارزښت د ثبات ساتل دچين او نړۍ دپاره ګټه لری.

cri

په د ی وروستيو وختونو کی دا مسئله چه ايا د ژن مين بی يونه ارزښت بايد لوړ شی که نه ؟ د بين المللی ټولنی دلانجی او شخړی له عمده و موضوعاتو څخه شميرله کيږی .ددغی مسئلی په باب زمونږ د راډيو خبريال له ځينو چينی او خارجی اقتصادی پوهانو سره يوه مرکه جوړه کړه او دوی دنوموړی مرکی په ترڅ کښی وويل چه دژن مين بی يونو د تبادلوی ارزښت د ثبات ساتل دچين او نړۍ د اقتصادی ودی دپاره ګټه لری .

د ١٩٩٤ کال نه راهيسی د ژن مين بی يونو تبادلوی ارزښت اساسا دبازارونو د تهيی او اړتياو له خوا فيصله شوی او د امريکايی ډالرو د تبادلوی ارزښت د جګوالی او ټيټوالی له مخی بدليږی ، مرکزی بانک د بانکونو تر منځ دخارجی اسعارو په بازارونو کی د معاملاتو د حالاتو له مخی تبادلوی ارزښت اعلانوی او د ژن مين بی يونو د تبادلوی ارزښت په مقابل کښی نا ثابته پاليسۍ غوره کوی . د دغی پاليسۍ د تنفيذ نه راهيسی دژن مين بی يونو د تبادلوی ارزښت ثبات تل ساتل شوی دی. .

دچين د خلکو د پوهنتون په اړه د پولی او اسهامو دانستيټيوټ ښاغلی ځاو سی جيونګ وويل دچين خارجی تجارت ځکه نسبتا ښه انکشاف کړی دی ، يو مهم عامل يی د ثابت تبادلوی ارزښت په پاليسۍ پوری اړه لری ،وارداتی او صادراتی تصدۍ به په دی کښی انديښنه ونه لری چه د ژن مين بی يونو د تبادلوی

ارزښت د بدلون له کبله ځينی خطرونه را منځ ته شی . زمونږ اوسنی پاليسۍ دپانکه اچوونکو اعتماد او باور زيات کړی دی ، که چيری تبادلوی ارزښت تل د بدلون په حال کښی وی ، نودا به په چين کښی ددوی د پانګه اچونی او خطرونه زيات کړی ، ثابت تبادلوی ارزښت او د تبادلوی ارزښت ثابت ميکانيزم دخارجی پانکود جلبولو سره نژدی اړيکی هم لری .

پروفيسير ځاو وويل له دی کبله چه داوږدی مودی نه راهيسی دچين د تصديو او پولی سازمانونو دبازاری کيدو سويه نسبتا ټيټه ده ، د تبادلوی ارزښت د ازاد جګوالی او ټيټوالی په حالت کی د کار کولو تجربی لږی دی ، دخطرونو د مخنيوۍ په برخه کښی اړوند ميکانيزم مکمل نه دی ، نو ځکه په زياتی اندازی سره د ژن مين بی يونو د تبادلوی ارزښت تنظيم به تصديو او بانکونو ته ضربت ورسوی ، دا به په مستقيم ډول دچين د اقتصاد پر ودی باندی ناوړه اغيزه واچوی هغه وويل د بين المللی له نظره امريکا په نړۍ کښی لومړی لوی تجارتی هيواد دی ،امريکا ، جاپان ، د يورو استعمالوونکی هيواد او چين په نړۍ کښی څلور لوی اقتصادی هيوادونه دی ، د نړيوال اقتصاد د ثابت انکشاف دپاره بايد يو مناسب ثابت چاپيريال ولری او دغه چاپيريال د څلورو اقتصادی موجوداتو تر منځ د بانک نوټونو له ثابتو روابطوڅخه عبارت دی ، که بانک نوټونه تل د بدليدو په حالت کښی وی ، ښکاره ده چه دټولی کری دتجارت دودی دپاره به ګټور نه وی او د نړۍ د تجارت خطرونه او پانګی به زياتی شی .

په دی وروستيو وختونوکښی ځينو هيوادونو په پر له پسی ډول دچين پرحکومت باندی فشارونه اچولی دی او له چين څخه يی وغوښتل چه بايد د ژن مين بی يونو

ارزښت جګ کړی ، پروفيسير روبيرت مونديل چه دنوبيل د اقتصادی علم د جايزی ګټونکی د ی، دا نظريه څرګنده کړه چه د ژن مين بی يونو د تبادلوی ارزښت د ثبات ساتل دچين او د نړی داقتصاد د ثابت انکشاف دپاره ډير ښه رول لوبولی دی . هغه وويل د ژن مين بی يونو دارزښت دجګوالی په نتيجه کښی به خارجی پانګی کمی شی او هغه جريان به ټال شی کوم چه ژن مين بی يونه په نورو بانګ نوټونو دتبادلی وړ وی . ځينو کسانو په سياسی برخه کښی د عواملو په نظر کښی نيولو سره وړانديز کړی چه بايد د ژن مين بی يونو ارزښت جګ شی ، زما په نظر به دغه تيورۍ د اقتصاد له لحاظه تاسيسه نشی ، که داسی وی، ، نو د جنوب ختيځی اسيا په سيمه کی به نا ثابت حالت را منځ ته شی اوحتی به په نړيوال تجارتی سازمان کښی د شموليت په باب دچين پر وعدو باندی ناوړه اغيزه واچوی .