<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-16 17:55:58    
چين د ماشومانو دزړه خوالو ته غوږ نيسی .

cri

خپل نوم ثبت کړی او د زړه احساسات څرګند کړی، ماشومانو ته روغتيا او امنيت ورکړی او ماشومانو ته معلومات او تعليمات ورکړی ،يوه وعده وکړی او يو کوشش وکړی، ماشومانو ته سوله او نيکمرغۍ وروبخښی او ماشومانو ته حيثيت او حقوق وروبخښی .

ددی سندری په بدرګه چه عنوان يی دی ټوله نړۍ د ماشومانو ملاتړ کوی ، ٢٠ مليونو تنو چينايانو دماشومانو دملاتړ په نامه د ګردی کری په فعاليت کښی برخه واخيستله .

د ماشومانو د ملاتړ په نامه فعاليت دماشومانو دموضوعاتو په باب د ملګرو ملتو دخاصی غونډی مقدمه وه چه د ٢٠٠٢ کال دمی په مياشت د ملګرو ملتو په مقر کښی پر ځای شوی ده ، چين په ٢٠٠١ کال کښی په دی فعاليت کښی ګډون وکړ اوماشومانو په دی فعاليت کښی مهم رول ولوباو .دوی له لويانو څخه غوښتنه وکړه چه بايد لاندنی لس وعدی وکړی چه هيڅ يوه ماشوم ته دی په سپکه سترګه ونه ګوری ، د ماشومانو د زيانولو او استثمارولو څخه دی لاس واخلی ، له جګړی څخه دی ماشومان ليری بچ کړی او داسی نور ، دچين دپاره تر ټولو نه عاجله موضوعات دا دی چه د ماشومانو دپاره دی ايکالوجيکی محيط ښه وساتل شی ، پريږدی چه ماشوم ښه تعليم تربيت واخلی او د ماشومانو دزړه خوالوته دی غوږ ونيول شی .

په دی فعاليت کښی د ګډونکوونکو ٢٠ مليونو تنو چينايانو څخه ١٤ فيصده خلکو دا نظريه څرګنده کړه چه د ماشومانو دپاره بايد دمځکنی کری ايکالوجيکی

محيط ښه وساتل شی .ماشومانو هم د مځکنی کری له راتلونکی ايکالوجيکی محيط څخه انديښنه څرګنده کړه .دجه جان ولايت ماشوم ځو ځون ان وويل چه نه غواړی چه په مځکنی کری باندی اخری يو څاڅکی اوبه به زمونږ اوښکی وی او اخری شين والی به زمونږ تصوير وی .

دماشومانو په نظر دلويانو ګټورتوب او ناپوهی دمځکنی کری دمحيط دخرابيدو سبب دی او دوی دی موضوعاتو ته زياته توجه لری چه د اوبو ، هوا او خوراکونو ککړتيا بشری صحی روغتيا ته تاوان رسولی او د کثافاتو د ککړتيا له امله دبشر د ژوندانه ځايونه کم شوی دی .دوی پيشنهاد وکړ چه زيات شمير نيالګی دی ايښودل شی ، دمحيطی ساتنی محتوا دی په تعليمی مضامينو کښی شامل کړی شی او پلاستيکی کڅوړی ، خوراکی جعبی او ساده لرګين چاپستيکس دی لږ استعمال کړی شی . د ١٣ اعشاريه ٨ فيصدو خلکو په نظر هر ماشوم ته د تعليم اخيستلو د حق د ورکولو په برخه کښی چين لا هم بايد کوشش وکړی .زه درس لوستل غواړم چه دا د غريبو سيمو د ماشومانو اواز دی .دچين په هغو غريبو سيمو کښی چه د خوراک او پوښاک موضوع يی لا نه ده حله شوی ، د ماشومانو د درس لوستلو حق نه تامينيږی . د اسنادو له مخی په چين کښی د هغو ماشومانو څخه چه عمر يی له ٦ نه تر ١٤ کالو پوری دی ،څه د پاسه ٣٠ مليونه تنه يا هيڅکله مکتبونو ته نه دی داخل شوی يا له مکتبونو نه وتلی دی چه ٨٤ فيصده ماشومان يی په کليو کښی ژوند کوی او هر کال له يو مليونو تنو نه زيات ماشومان د غربت له امله له درس لوستلو څخه پاتی دی .دغه راز له لوړ کيفيت لرونکی تعليم نه ګټه اخيستل او د کورنی وظيفی کمول هم د ماشومانو ټينګه غوښتنه ده . دوی وويل چه اوس مکتبونه د شاګردانو

له اوږو نه درسی بارونه سپکوی ،خو واليدن يی نه سپکوی ، ځکه چه ددوی نظريه نه ده بدله شوی . ٣ اعشاريه ٢ فيصدو خلکو دا نظريه څرګنده کړه چه چينايان بايد د ماشومانو د زړه خوالو ته د غوږ نيولو په برخه کښی نور کوشش وکړی .ماشومانو غوښتنه وکړه چه دوی بايد د وخت پر ويش باندی خپل حاکميت ولری ، ځکه چه ددوی په نظر خپل وختونه د نورو خلکو له خوا ترتيب شوی او حتی هره ورځ يوه دقيقه هم د ځان نه ده . دوی په مينه کښی ډوب شوی او حتی د ساده کورنيو کارونو نه هم بی برخه شوی دی .

دشانګهای د علومو اکاډمۍ څيړونکی ښاغلی دون جين وويل چه د ملګرو ملتو دماشومانو د حقوقو په باب تړون لس کاله دمخه په چين کښی نافذ شوی او پکښی ټاکل شوی چه د ١٨ کالو نه کم عمر لرونکی ماشومان بايد دوينا کولو ، تفريح کولو ، ژوند کولو ،وده کولو او د خپل راز د پټولو په شمول ٥٤ حقوق ولری ، خو زياتره چينايان د ماشومانو د حقوقو په محتوياتو ښه نه پوهيږی .

هغه وويل چه دتحقيقاتو نه څرګنده شوی چه د ماشومانو غوښتنه د خپلی صحی روغتيا له پاملرنی نه دخپلی روحانی روغتيا پاملرنه کولو او دخپل حيثيت او حقوقو احترام کولو ته اړول شوی او د توجه ساحه يی له خپل ځان نه نورو خلکو او ايکالوجيکی محيط ته پراخه شوی ده چه له دی نه منعکسه شوی چه داوسنی زمانی د ماشومانو روحانی نړی فنی او رنګارنګه شوی ده .ښاغلی دن جين چه د ماشومانو موضوعاتو په څيړنه کښی څه دپاسه پنځوس کلن کار کړی ، وويل چه د ماشومانو ريښتيانی پاملرنه کول ددوی پوره احترام کول دی . د ماشومانو لومړی اړتيا ښادی او خوشحالی ده ،دوی بايد په خوشحالۍ سره درس ولولی او تفريح وکړی . د ماشومانو د وده کولو له لحاظه ماشومان بايد خپلواک حقوق ولری .