<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-17 10:41:55    
په راتلونکی مياشت کښی به په لندن کښی د افغانستان بيا ابادۍ سره د مرسته کوونکو هيوادونو بين المللی غونډه جوړه شی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د انګلستان خارجه وزير جاک ستراو د می په ١٦ نيټه په لندن کښی اعلان وکړ چه د افغانستان له بيا ابادۍ سره د مرستې په باب د بسپنه ورکوونکو هيوادونو بين المللی غونډه به د جون په ٢١ نيټه په لندن کښی جوړه شی٠

خارجه وزير ستراو په يوه هغه مطبوعاتی غونډه کښی چه د هغه او د افغانستان د اسلامی جمهوريت  حکومت د خارجه وزير عبدالله عبدالله لخوا په ګډه سره جوړه شوې ، نوموړې خبرې وکړې٠ هغه وويل چه انګلستان تل د افغانستان له بيا ابادۍ سره د مرستې دپاره کوششونه کوی٠

د خبر له مخی، خارجه وزير عبدالله عبدالله اوس په لندن کښی د انګلستان د خارجه چارو د وزارت تر رياست لاندی د افغانستان د چارو په باب يوه غونډه کښی ګډون کوی٠

له درو کالو راهيسی بين المللی ټولنې د څو مليارډو امريکايی ډالرو په اندازه پانګې راټولې کړيدی چه دغې پيسی به د افغانستان په بيا ابادۍ کښی واچول شی٠