بيجينګ به د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو کوربه وي او د کوربه هيواد په حيث يی په سپورتی لوبو کی د تحريک ورکونکی درملو د خوړلو په ضد کارونو ته زيات اهميت ورکړي او ورکوی ئی ٠ د چين دسپورتی ټولنی هدف دا دی چه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک په سپورتی لوبو کی به هغه پيښه ونه شي چه د چين لوبغاړی تحريک ورکونکی درمل خوري ٠ د ورزش او سپورټ نړۍ په نننی پروګرام کی به تر دی عنوان لاندی يو مضمون واورئ چه چين په سپورتی لوبو کی د تحريک ورکونکی درملو د خوړلو په ضد ساحه کی ټينګ او مثبت ګامونه اخيستی دي ٠
لږه موده د مخه په سپورتی لوبو کی د تحريک ورکونکی درملو د خوړلو په ضد د کارونو په باب د أسيا د هيوادونو د حکومتونو تر منځ دوهمه غونډه په بيجينګ کی جوړه شوه او پکی د چين د اولمپيک د سپورتی لوبو د کميټی د عمومی منشی مرستيال او د کميټی د تحريک ورکونکی درملو د خوړلو په خلاف د کارونو د کميټی د دفتر مشر شي کانګ چنګ له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل چه د سيدنی او اټن د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د چين لوبغاړو د تحريک ورکونکو درملو د استعمال څخه پوره ډاډ وکړی ، په چين کی د تحريک ورکونکو درملو د معاينی کيفيت په مسلسله توګه لوړ شوی او د مثبت عکس العمل ميزان يی کم شويدی ٠ د تحريک ورکونکی درملو په ضد د هغو مقرراتو په تطبيق سره په موثره ډول د تحريک ورکونکی درملو د معاملاتو د غير قانونی فعاليتونو مخه نيول شوی دی کوم چه د چين حکومت د ٢٠٠٤ کال د جنوری په مياشت کی صادر کړيدی ٠
ښاغلی شي کانګ چنګ خبريال ته وويل _____أواز_____
په ١٩٩٠ کال کی چين په رسمی توګه د تحريک ورکونکی درملو په معاينی پيل وکړ او په همدی کال کی د يو سلو پنځه شپيته تنه ، په ١٩٩٩ کال کی دری زره پنځه سوه تنه او تير کال څه د پاسه پنځه زره تنه تر معاينی لاندی راوستلی دی چه د مثبت عکس العمل ميزان يی د ١٩٩٠ کال په سلو کی له يو عشاريه اته څخه د تير کال په سلو کی صفر عشاريه څلورته کم شوی دی ٠
اوس په چين کی نه يوازی د تحريک ورکونکی درملو د معاينی شمير زيات شوی بلکی د معاينی سويه ئی هم لوړه شوی او نړيوالی پرمختللی سويی ته رسيدلی ده ٠د چين د سپورت او بدنی روزنی د عمومی اداری په اړه د سپورتی طبابت د انستيتيوټ پخوانی رئيس او د أسيا د طبابت د ګډی ټولنی په اړوند د تحريک ورکونکو درملو په ضد د کميټی رئيس جانګ چانګ جيو دا څرګنده کړه چه په ١٩٨٩ کال کی د چين د تحريک ورکونکی درملو د څيړنی مرکز د المپيک د بين المللی کميټی لخوا د پيژدنی نه راهيسی د مسلسلو پنځلسو کلونو لپاره د نوموړی کميټی د کلنی جدی امتحان څخه بريالی وتلی دی ٠ هغه وويل ___أواز____
د اولمپيک د بين المللی کميټی يو دری کسيز ګروپ د سپورتی لوبو په موده کی د تحريک ورکونکو درملو د معاينی د کارونو د نظارت او پيژندنی دنده په غاړه لري چه پکی يو غړی د چين متخصيص وو ماو تيان دی ٠ د تير کال د اټن د المپيک د سپورتی لوبو په موده کی د چين شپږو پوهانو د تحريک ورکونکو درملو په ضد د نړيوال سازمان په بلنه د تحريک ورکونکو درملو د معاينی په کارونو کی ګډون وکړ ٠ اوس د چين د تحريک ورکونکو درملو د معاينی لابوراتوار نړيوال نوی تخنيک او
طريقی په لاس کی لری ٠
د ٢٠٠٤کال د جنورۍ په مياشت کی د فرانسی او ايتاليی نه وروسته چين دريم هيواد دی چه په دی هکله ئی خاص قانون جوړ کړی دی ، د چين حکومت د تحريک ورکونکو درملو په ضد مقررات صادر کړی ٠ ښاغلی شي کانګ چنګ وويل چه د نوموړو مقرراتو د تطبيق د يو کال نه راهيسی د چين د تحريک ورکونکو درملو په ضد کارونو زياتی ګټی تر لاسه کړيدی ٠ د تحريک ورکونکو درملو په ضد په ساحه کی د چين د تر لاسه شويو موفقيتونو په باب د تحريک ورکونکو درملو په ضد د نړيوال سازمان عمومی مدير ديويد هومان چه لږه موده د مخه په بيجينګ کی د تحريک ورکونکو درملو په ضد د أسيائی هيوادونو د حکومتونو تر منځ په دوهمی غونډی کی ګډون وکړ ، وويل ___أواز____
زه ډيره مننه کوم چه چين تل د تحريک ورکونکو درملو په ضد د نړيوالی موسسی ملاتړ کوي ٠ مونږ په ډيری خوښی سره وليدل چه د تحريک ورکونکی درملو په ضد په ساحه کی چين په پرله پسی توګه نوی ګامونه اخيستی او د تحريک ورکونکو درملو د معاينی اندازه او سويه يی د لوړيدو په حال کی ده ٠ مهمه خبره دا ده چه د چين حکومت د تحريک ورکونکی درملو په ضد په مبارزه کی په ښه شان سره خپله وعده تر سره کړی ده٠
د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د المپيک د سپورتی لوبو د مخه به د چين حکومت د تحريک ورکونکو درملو د معاينی لپاره يو نوی لابوراتوار جوړ کړي او د تحريک ورکونکی درملو په ضد د مبارزی په باب د عملی څيړنی او تعليم په دوو برخو کی به له نوموړی نړيوال سازمان سره همکاری وکړي ٠