<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-17 19:23:46    
د چين د ښځينه کارکوونکو د ډلی په جوړښت کی ډير ستر بدلون

cri

په هر هيواد کی ښځی د اقتصادی ودی او ټولنيزی ترقۍ د چټکتيا يوه مهمه قوه ګڼله کيږی او د ښځو چاری د بشريت يوه عالی داعيه او د اقتصاد او ټولنی د انکشافی سويی او متمدن معيار ښکارندوی دی . د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو راهيسی حکومت تل د ښځود مقام لوړتيا ته ډير اهميت ورکوی او د نارينه ؤ او ښځو ترمنځ مساوات د ټولنې د ترقۍ د بهير د ګړندی کولو لپاره د دولت ديوی اساسی پاليسی په توګه ګڼی . د شل ګونو کلونو راهيسی د چين د حکومت اړوندو څانګو د نوموړی اساسی ملی پاليسی په رڼاکی د ښځو دحقه حقوقو او ګټو ساتنی ته زيات پام اړولی او د ښځو د چارو د پرمخبيولو په لاره کی يی لوی او مثبت ګامونه اخيستی دی . په تيره بيا يی د ښځينه منسوبينو او کارکوونکو د ډلی د پراخيدو لپاره زياتی هلی ځلی کړی او په دی برخه کی يی ډير مثبت تدبيرونه نيولی او ستر برياليتوبونه يی لاس ته راوړی دي .

د روان کال دمی لومړی نيټه د چين د کارګرو او کارکوونکو د عمومی اتحاديی د جوړيدو له اتيايمی کاليزی سره برابره وه . د تيرو اتياؤ کالو په اوږدو کی د چين د ښځينه منسوبينو اوکارکوونکو او د اړوندوموسسو شمير په پر له پسی توګه زيات شوی او نن ورځ د چين د اقتصادی ابادۍ په ساحه کی يی د

يوی مهمی قوی په توګه رول لوبولی او لوبوی يی .

په چين کی ښځينه منسوبين او کارکوونکی د کارګری طبقی يوه مهمه برخه تشکيلوی او د چين د ښځو په ډله کی اصلی قوه ګڼله کيږی . په تيره بيا د چين د کارګری طبقی دډلی د پراختيا سره سم دهيواد په ټولنيز ژوندانه کی د ښځينه منسوبينو او کارکوونکو رول مخ په زياتيدو او پياوړی کيدو دی .

د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه مخکی د استخدام شويو ښځو شمير ډير کم و او اکثريت به يی په ښارونو کی د سپکو صنايعو او نساجۍ په توليدی کسبونو کی کار کاوه او د ټولنی د ډيری ټيټی طبقی پوری يی اړه درلوده او داستثمار او ظلم لاندی يی شپی اوورځی ګاللی . د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو په لومړنيو کلونو کی د هيواد په ټول چوکاټ کی يوازی ٦١٠ زره تنه ښځينه کارکوونکی ؤ او دا شمير د کارکوونکو په عمومی شمير کی په سلو کی اووه اعشاريه پنځه برخه نيولی وه . وروسته د چين د اقتصادی ابادۍ د چټکتيا په څنګ کی د ښځينه کارکوونکو شمير کال په کال زيات شوی دی .

په دی عين وخت کی د ښځينه کارکوونکو د ډلی په جوړښت کی هم ژور بدلون منځ ته راغلی دی او دغه ډول بدلون د دوی د شمير ، عمر ، علمی سويی او حرفوی خپرونی په شمول بيلا بيلو برخو کی ليدل کيږی . د عمر له نظره اوس هغه ښځينه کارکوونکی چه عمر يی له ٤٩ کالو نه کم دی ، د ښځينه کارکوونکو د عمومی شمير په سلو کی ٧٦ برخه نيسی . د علمی سويی له نظره ددوی علمی سويی په عمومی توګه لوړی شوی دی . د اړوندو اسنادو سره سم ، دچين د ولسی جمهوريت د جوړيدو په لومړنيو کلونو کی د چين د ښځينه کارکوونکو په منځ کی زياتره برخه د بی سوادی او نيمه سوادلرونکی په حالت کی پاتی وه ، خو اوس ددوی په منځ کی په سلو کی د٦٧ اعشاريه ١ ښځو علمی سويی کم تر کمه ١٢ټولګيو ته رسيدلی دي چه په دی جمله کی په سلو کی ٢٤ اعشاريه ٥ ښځينه کارکوونکی له کاليجونو او پوهنتونونو څخه فارغی شوی . دغه ارقام د ١٩٩٢ کال په پرتله ٦ اعشاريه ٩ صدی چند علامت زيات شول . د حرفوی خپرونی له نظره ، د ښځينه کارکوونکو د کار اواستخدام ساحه د نساجۍ ، سپکو صنايعو او داسی پخوانيو کسبونو نه پرته ، دملی اقتصاد په اړه مختلفو څانګو او د ساينس ، پوهنی ،فرهنګ او روغتيا په شمول ټولو ساحو ته پراخه شوی ده . سربيره پردی د ښځينه کارکوونکو د سيمه ايز تقسيم له نظره په هغو سيمو کی چه پرمختللی صنايع شته دی ، د ښځينه کارکوونکو تناسب زيات دی . نن سبا د چين په ٣١ ولايتونو ، خودمختارو سيمو او هغو لويو ښارونو کی چه د دولتی شورا تر مستقيمی اداری لاندی دي ، د ١١ ولايتونو ، خودمختارو سيمو اولويو ښارونو د ښځينه کارکوونکو شمير له يو مليون نه اوښتی دی چه په دی جمله کی د ٦ نوموړو سيمو د ښځينه کارکوونکو شمير له اوو مليونو تنو څخه زيات شوی او د ٤ نوموړو سيمو شمير يی له درو مليونو تنو څخه ډير شوی دی .

لنډه دا چه نن سبا په چين کی ښځينه منسوبين او کارکوونکی د هيواد د اقتصادی ودې او ټولنيزی ترقۍ د بهير د پرمخبيولو لپاره يوه مهمه او ستره قوه ګرځيدلی ده .