
کارتونی اثارو په ځانګړی شکل د ماشومانو لپاره د کنجکاوی خوښی او روزنی وړ رول لوبوی ٠ په عين وخت کی د کارتونی د فلمونو چاری د سل ګونو ميليونه خلکو علاقه راجلبوی او د پانګو، علومو او تخنيکيونو په راغونډيدو سره عصری صنايع ګرزيدلی دی ٠ نو د کارتونی فلمونو د ښودلو د پيمانی له لحاظه په يوه مکمل سيستم بدلون موندلی او د کارتونی اثارو د تجارتی بازار أبادولو له لاری دغه صنايع يوې نوی مرحلی ته رسول شويدی ٠
د تير کال نه راهيسی د چين د مرکزی تلويزيون ستيشن او د بيلا بيلو ولايتونو او ښارونو د څه دپاسه شلو تلويزيونی ستيشنونه د ماشومانو لپاره خاص کانالونه پرانستلی او د بيجينګ او شانګهای په ښارونو کی او د هو نان په ولايت کی د مصنوعی سپوږمی له لاری د ماشومانو لپاره دري کانالونه جوړ شول ٠
د کارتونی د فلم د جوړونی په چارو کی د غوره پرسونلو د روزنی په هکله د تير کال په پای کی د چين د راډيو ، فلم او تلويزيون دولتی عمومی اداری د بيجينګ د فلمونو پوهنځی ، د چين د رسمونو او نقاشيو د پوهنځی په شمول په څلورو پوهنځيو کی د کارتونی فلمونو لپاره د تعلمی څيړنو اډې جوړی کړی ٠ اوس د چين په څه دپاسه يو سلو اويا پوهنځيو کی د کارتون په باب خاصی څانګی پرانستلی شويدی ٠
د يو لړ قوی تدبيرونو په نيولو سره په چين کی زيات شمير دولتی او غير دولتی تصديو د کارتونی فلمونو د جوړونی په چارو کی پانګی اچولی او زياتی مرستی ئی برابری کړيدی ٠ په ٢٠٠٣ کال کی د مربوطو څانګو د احصائيو له مخی د چينی
کارتونی فلمونو د ښودلو وخت دېرشو زرو دقيقو څخه کم و او د ٢٠٠٥ کال د پيل نه
راهيسی د چين د ٦٨ يوڼتونو يو سلو دری اويا فلمونه او فلمی سريالونه د چين د راډيو ، فلم او تلويزيون دولتی عمومی اداری ته وړاندی کړيدی چه جملتأ په نژدی دوو سوو دېرش زرو دقيقو ښودل کيږي ٠
اوس د چينی کارتونی صنايعو زيات شمير ولايتونو او ښارونو ته ګټی رسولی دی او خصوصأ بيجينګ ، شانهای ، ګوانګ جو او نورو ښارونو د کارتونی فلمونو د جوړيدو په چارو کی د غوره پرسونلو د راجلبولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دی ٠