
وريژي د بيلا بيلو هيوادونو له عمده و خوراکونو څخه ده ، خصوصأ په اسيأ يي سيمه کې خلک د وريجو د خوړلو عنعنت لري ٠ دغه راز د وريجو جوړونه يي هم بيلا بيل دي ٠ چين هم د وريجو لوي مصرفونکي هيواد دي ٠ په چين کې د وريجو قسمونه هم ډير دي ٠ په جنوبي چين کې د اوسيدونکو د ډوډۍ پر ميز باندې وريجي ډير مهم ځاي لري ٠ ويل کيږي چه د چين په جنوبي سيمه کې وريجي د خلکو حتمي ورځني خوراک دي ٠ نو په دي وجه په وريجو جوړ شوي خوراکونه بيلا بيل اود جوړونې شکلونه يي ډير زيات دي ٠ مثلأ د غوښو وريجي ، د سابو وريجي ، د هګۍ وريجي ، د ميوو وريجي ، د چسبناک خوږي وريجي ، د نخود وريجي او داسي نور ٠ د هګۍ وريجي د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې ډير ليدل کيږي او جوړونه يي هم ساده ده ٠ لومړي څلور هګۍ، يو کيلو وريجي ، يو سل يا دوه سوه ګرامه شين پياز ، برابر مالګه او غوړي تيار کړي ، بيا هګۍ په يوه کاسه کې ماتې کړې او ويي لړۍ، شين پياز ميده ميده کړۍ٠ بيا به وريجي په جوش اوبو کې پخي کړي چه پخول شوي وريجي بايد نه نرمې او نه کلکې ښکاري ٠ دغه راز وريجي هم کيداي شي چه په ديګ کې د بخار په وسطه پخول کيږي ٠ پخول شوي وريجي له ديګ څخه يو بل لوي سامان کې واچوي او ويي لړۍ څو چه وريجي جلا جلا او يخې شي ٠ وروسته د ميده شوي شين پياز زياته برخه په هګۍ کې واچوي او ويي لړۍ ، بيا ديګ د اور په پاسه کيږدۍ او برابر غوړي پکې واچوي ، غوړي چه سرې شي ، هګۍ پکې واچوي او ويي لړۍ څو چه هګي جلا جلا او يو ځاي نه شي ، هګۍ چي ژيړ او پخي شي ، له ديګ څخه يي راوباسي او په يوه کاسه کې واچوي ٠ ور پسي بيا په ديګ کې برابر غوړي پکې واچوي او ديګ بيا پر اور باندې کيږدي ٠ غوړي چه سرې شي ، نوموړي پاتي شوي شين پياز پکې واچوي ، کله چه په غوړي کې د سري سوي پياز خوش بوي راشي ، يخي وريجي او هګۍ سره يو ځاي په ديګ کې واچوي او ويي لړۍ چه وريجي ګرمي شي ، برابره مالګه پکې واچوي ، تر دي وخت پوري د هګۍ وريجي تيار شوي دي ٠ که د دغه وريجي د خوړلو په وخت کې لږ څه ساده سبزي يا ميوي يا يوه کوچيني کاسه ښوروا هم تيار شي ، دا به ډير خوند ور او د خلکو د خوښي وړ وي ٠