دا اشعار د بيتونو د شمېر په احاظ کم دی ، مګر د کيف په لحاظ ډير زيات قيمت لری او د پښتو د اوسنی ادب ډيره غوره برخه ورته ويلی شوو.
د يوه شاعر لويوالی ، په ډيرو يالږو اشعارو پوری نه دی تړلی . شعر که څه هم د مادی شيانو په څېر تول او تله لری ، چه د تورو زياتوالی او لږوالی پری سنجول کيږی ، مګر بيا هم د پوهې او ادب خاوندان شعر ته د کم په لحاظ ګوری ، کيف ته يی ګوری .
يعنې ښه شاعر ، لوړ شاعر ، ستر شاعر هغه چاته وايی چه اشعار يی د معنی او ادبی ښېګڼو له خوا لوړ وی او دفن او هنر په لحاظ هسک مقام ولری .
خيام د شعر په نړئ کی يوڅو رباعئ لری چه په ډيرو لږو کوچنيو پاڼو کی يی ځای موندلی ، مګر د ده شعر او شاعری د ذوق او هنر د خاوندانو په نظر کی ډير لوی قدر او قيمت لری .
د ښاغلی اديب سيد شمس الدين مجروح له لوړی قريحې او شعر روزونکی استعداد څخه ځينی داسی اشعار پيدا شوی دی چه د اشعارو پېرل رواج وای او د شعر په ورکړه د يوه شعر دبل کيدلی ، ما به خپل څو شعرونه د ده په يوه شعر ورکړی وو او ډير به خوښ وم چه د ده ځينی اشعار زما وای .
مګر زه اوس هم ، د دې لامله چه ځان ده ته ډير نزدې ګڼم ، د ده په اشعارو وياړم او خپل يې ګڼم . همدغه وجه ده چه له يوې خوا نه مې د اشعارو خوند او ښکلا په ستاينه مجبوروی او له بلې خوا راته دغه ستاينه لکه د ځان ستاينه ښکاری او مخه مې نيسی . که دغسی نه وای ما به په دغو اشعارو ، په ډرو پاڼو کی ، ډيره لويه مقدمه ليکلی وه او له نيا نه به نمسئ غټه وه .
په هر حال دا اشعار پخپله خپل ځان ښيی او زما ستايلو ته څه ضرورت نه لری . زه همدومره وايم ، چه پښتو ټولنه ، د دې اثر په چاپولو او خپرولو ، د ذوق او سليقې خاوندانو ته د پښتو د لوړ ادب يوه ښه او غوره نمونه وړاندی کوی .
کاشکې د ښاغلی مجروح صاحب ، نور اشعار هم لاس ته راغلی وای او غوړی لاغوړ وای !