<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-18 18:08:09    
د چين د ويهاي په ښار کې دکوريا د جمهوريت سوداګر

cri

د ويهاي ښار د چين د ختيځې خوا د شان تونګ د ولايت يو ساحلي ښار دي او د کوريا جمهوريت ته نژدي دي ٠ دډيرو کلونو راهيسي د دغه ښار د اوسيدو د چاپيريال او د پانګې اچونې د چاپيريال په ښه کيدو سره په دي ښار کې د کوريا د جمهوريت څخه ډير سوداګران ځان ته راجلب کړي دي ٠ ښاغلي لين چيان سيک له نوموړو سوداګرانو څخه دي ٠

څلويښت کلن لين چيان سيک پخوا دجنوبي کوريا د سيول په ښار کې د يو پوهنتون د چينې ژبي د څانګې پروفيسر و ٠ هغه د چينې ژبې ليک دود او د چين د کلتوري څيړنې په برخه کې لوړه سويه لري ٠ دده مشر ورور د چين د ويهاي په ښار کې سوداګري کوي او د دغه ښار د اوسيدو او پانګې اچونې د چاپيريال څخه يي ډيره ستاينه وکړه ٠ نو دده د ورور په پيشنهاد پروسږکال د دوبي په فصل کې ښاغلي لين چيان سيک هم د چين د ويهاي ښار ته راغلي دي ٠ هغه خبريال ته وويل چه تير کال زه ويهاي ښار ته راغلي يم او زما په نظر دا ځاي د کوريا د جمهوريت په شان دي ، لکه چه بيرته خپل هيواد ته راغلي يم ، د ويهاي د ښار هوا تازه او پاکه ده ، خلک يي ډير مهربان او د دوستي وړ دي ٠ نو زه د خپل ژوند څخه ډير رضي يم ٠

ښاغلي لين چيان سيک په نوموړي ښار کې له يوي خوا د خارجي ژبو په پوهنځي کې د کوريايي ژبي د ورزده کولو دنده په غاړه لري ، له بلې خوا د تکواندو د ورزش د روزنې له پاره د سپورت او بدني روزني يوه ادادره لري ٠ هغه وويل چه د عصري ژوند دسويي په اوچتيدو سره د ورزشونو له لارې د روغتيا د تر لاسه کولو په خاطر د خلکو اړتيا ورځ په ورځ زياته شوې ده ٠ د تکواندو ورزش د خلکو صحت د قويوالي او د غوره اخلاقۍ او ټينګې ارادې د روزنې له پاره يو ډول ګټور ورزش دي ٠هغه وويل زه نوموړي سپورتي کلب ځکه اداره کوم ، دا ارزو لرم چه د ٢٠٠٨ م کال له پاره د بيجينک د اولمپيک د سپورتي لوبو د بريالي اجراکيدو له پاره د تکواندو د لوبې يو قهرمان وروزل شي ٠ نو د دغه ارزو د ترسره کولو له پاره هغه په خاص ډول له جنوبي کوريا څخه د تکواندو د ورزش په هکله پنځه تنه روزونکي استخدام کړل څو چه نوموړي کلب کې د تکواندو مهارتونه زده کونکو ته ور زده کړي ٠ سر بيره پر دي ښاغلي لين چيان سيک هم د ويهاي د شاوخوا د يان تاي او تان فان په ښارونو کې همدغسي سپورتي کلپونه جوړ کړي ده ٠

د خپل راتلونکي پلان د يادولو په وخت کې خبريال ته وويل چه وروسته به د شان تونګ ولايت په نورو ښارونو کې نوموړي سپورتي کلپ هم جوړ کړم ، بر سيره پر دي چينايانو ته د کوريايي ژبې د ورزده کولو له پاره اوس زه د يو ډول خاص درسي وسائلو په څيړنې او جوړونې بوخت يم ٠ څو چه د کوريايي ژبې د زده کولو په هکله دوي ته اسانتياوي برابري شي ٠

اوس ښاغلي لين چيان سيک له خپلې ميرمن ، لور او زوي سره يو ځاي د ويهاي په ښار کې ژوند کوي او ژوند يي ډير نيکمرغه د ي ٠ ښاغلي لين وويل چه که څه هم زه هره ورځ په کارونو کې ډير مصروف او ډير ستړي يم ، خو هر کله چه کور ته راشم ، د خپل کورني له ټولو غړو سره يو ځاي خبري کوم او ډوډۍ خورم ، ټو له ستړتيا مي له منځه و لاړ شي ٠

اوس د چين د ويهاي په ښار کې د کوريا د جمهوريت تصدۍ څه د پاسه درو زرو ته رسيدلي دي ٠ د هغو جنوبي کوريايانو شمير چه د ښاغلي لين چيان سيک په شان په دي ښار کې ژوند او کار کوي ، نژدي لس زرو تنو ته رسيدلي دي چه د دوي په منځ کې ځيني يي د پانګې اچونې له پاره راغلي ، ځيني يي د چين او د جنوبي کوريا ترمنځ په کلتوري څيړنې لاس پوري کوي او ځيني يي له دي امله چه د دغه ښار سره زياته مينه لري ، دغه ښار ته راغلي دي ٠ د ويهاي ښار طبيعي منظره ډيره ښکلي ده او د اوسيدو چاپيريال يي هم ډير ښه دي ٠ په ٢٠٠٣ کال کې د انسان د اوسيدو د چاپيريال په اړه د ملګرو ملتو افتخاري جايزه دغه ښار ته ورکړه شوې ده ٠