د سين هوا اژانس د خبر له مخی د پاکستان د بيلا بيلو دينی پوهنځيو نه راغلو ٥٨ تنو پوهانو د می په ١٧مه نيټه د لاهور په ښار کی د يوی غونډی نه وروسته د انتحاری يرغل د بنديز په باب مذهبی حکم صادر کړی دی .
د محلی مطبوعاتی ذرايعو د اتلسمی نيټې د خبرونو له مخی ، په نوموړی حکم کی ټاکل شوی چه د انتحاری يرغل په اړه هر فعاليت د مذهبی اصولو پر خلاف دی . په تيره بيا په جوماتونو يا نورو ولسی محفلونو کی د بم د چاودنی د رامنځ ته کولو او د مسلمانانو د وژلو کړه وړه يو ډول سخت جنايت ګڼل کيږی .
په نوموړی حکم کی دا هم ټاکله شوی چه د پاکستان د غير مسلمانو اتباعو او خارجی شخصيتونو وژل قطعأ ممنوع دی . ولی چه دوی د پاکستان د حکومت تر حمايت لاندی دي .