<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-18 18:35:39    
د کورنی لارښوونی په باب دچين لومړی قانون په تطبيق شروع شوی دی.

cri

د ٢٠٠٢ کال د سپټمبر په مياشت کښی دکورنی لارښوونی په باب لومړنی قانون يعنی دنفوس او کورنی لارښوونی قانون په چين کښی چه نفوس يی د نړی تر نورو هيوادونو نه زيات دی ، په تطبيق شوی دی .دچين دکورنی لارښوونی کميټی ښاغلی جانګ وی چين وويل چه ددی قانون له تطبيقيدو نه څرګند شوی چه چين به دقانون په شکل د نفوس او کورنی لارښوونی په باب د هيواد اوسنی پاليسۍ ثابته وساتی .

دکورنی لارښوونی کار هميشه د چين يوه اوږده او اساسی وظيفه ده .تقريبا ٣٣ کاله کيږی چه په چين کښی چه يو مليارډو ٣ سوه مليونه نفوس لری ، دکورنی لارښوونی پاليسۍ تطبيقه شوی ،خو غير په اساسی قانون کښی د اصولی مقرراتو نه هيڅ يو مشخص قانون نه دی طرح شوی ، نو ددی قانون په تطبيقيدو سره به دچين هغه تاريخ ختم شی چه د اوږدی مودی نه راهيسی په عمده توګه د پاليسۍ او محلی مقرراتو له مخی د نفوس او کورنی لارښوونی کار تر سره شو . ښاغلی جانګ وی چين وويل چه دغه قانون د چين دپاره چه دنفوس له لحاظه لوی هيواد دی ،زيات اهميت لری .

ددغی قانون صادر او تطبيق چه د چين له هر نفر سره نژدی اړيکی لری ، د٢٦ کلن کوشش نتيجه ده او په اخر کښی تصويبه شوی نسخه جملتار ٧ فصلونه او ٤٧ مادی لری چه د نفوس دانکشافی پلان د طرح او تطبيق ، د ماشومانو د زيږيدنی د تنظيم ، د تشويق او تضمين د تدابيرو او قانونی وظيفو په شمول د څو اړخونو نه دکورنی

لارښوونی د کار دپاره مفصل قانونی مقررات طرح شوی دی . د نفوس او کورنی لارښوونی په قانون کښی نه يوازی مقرره شوی چه اتباع د کورنی لارښوونی د پاليسۍ د عملی کولو وجيبه لری ،بلکی هم په واضيحه توګه داتباعو قانونی حقوق او ګټی او د دغو قانونی حقوقو او ګټو د ساتلو طريقی او لاری مقرری شوی دی .دغه شان په دی قانون کښی هم په تاکيد سره ويل شوی چه دمختلفو درجو حکومتونه او مربوط کارکوونکی پرسونل دکورنی لارښوونی په کار کښی بايد دصلاحيت څخه سو استفاده ونه کړی او دقانون په خلاف دی صلاحيت اجرا نه کړی . دغه راز بايد اتباع مجبور نه کړی يا دوی ته امر ور نه کړی چه د کورنی لارښوونی پاليسی اجرا کړی او بايد د ولسونو په قانونی حقوقو او ګټو باندی تجاوز ونه کړی .

برسيره پردی په دی قانون کښی هم په ښکاره توګه ټاکل شوی چه حکومت به هغو خاوندانو او ښځو ته چه د کورنی لارښوونی پاليسی عملی کوی ، جايزی ورکړی ، خو هغه اتباع چه دکورنی لارښوونی وجيبه اجرا نه کوی ، دزياتو ماشومانو د زيږولو له سببه به ټولنی ته دماشومانو دروزنی فيس ورکړی . دغه مقرری د خلکو د زياتی توجه وړ ګرځيدلی ده ځکه چه په تيره يوه اوږده موده کښی چين هميشه داسی پاليسۍ اجرا کوله چه که څوک دکورنی لارښوونی پاليسی اجرا نه کړی او د مقررۍ نه زيات ماشومان وزيږوی ، هغه به نغدی جريمه وکړی .

دګورنی لارښوونی په ملی کميتی پوری مربوط دپاليسيو او مقرراتو درياست مامور ددی مقررۍ په باب داسی توضيحات وکړل چه ټولنی ته د ماشومانو د روزنی فيس ورکول ټولنی ته د اقتصادی جبران ورکول دی ،ځکه چه له مقررۍ نه دزياتو

ماشومانو زيږول به د ټولنی عامه منابع تصرف کړی . د ماشومانو د روزنی د فيس اخيستل د حکومت له خوا دکورنی لارښوونی د پاليسۍ د عملی کولو يوازنی وسيله نه ده او دا اخری مقصد هم نه دی .

دنفوس او کورنی لارښوونی د قانون له مخی دکورنی لارښوونی په باب دچين اوسنی پاليسی دا معنی ور نه کوی چه يوه جوړه خاوند او ښځه يوازی يو ماشوم زيږولی شی . هغه اتباع چه په مربوط قانون او مقرراتو کښی د ټاکلی شرايطو سره مطابق دی ، غوښتنه کولی شی چه دوهم ماشوم ولری ،لږه موده دمخه دچين د ان خوی ولايت تر ټولو لومړۍ يو محلی قانون تصويب کړ او ددی قانون سره سم به د ١٣ انواعو خاوندان او ښځی غوښتنه کولی شی چه دوهم ماشوم وزيږوی اوځينی خاوندان او ښځی چه خاص علتونه لری ،حتی دريم ماشوم يا زيات ماشومان زيږولی شی .

دنفوس او کورنی لارښوونی په قانون کښی هم مقرره شوی چه بايد په ښوونځيو کښی زده کوونکو ته د جنسی روغتيا په باب تعليمات ورکړی شی .د خبر له مخی دا په چين کښی هم لومړی ځل دی چه دقانون په شکل مقرره شوی چه بايد ځوانانو او کوچنيانو ته د جنسی روغتيا په باب تعليمات ورکړی شی .

دکورنی لارښوونی دملی کميټی مامور وويل چه دزياتو کالو د کوششونو له لاری په چين کښی دنفوس د افراطی زياتوالی تمايل په موثره توګه کنټرول شوی او هغه تاريخی بدلون هم را منځ ته شوی چه دنفوس د بيا توليد ،قسم ، د لوړی زيږيدنی ، ټيټ مرګ او لوړ زياتوالی نه ، په تيټه زيږيدنه، ټيټ مرګ او ټيټ زياتوالی بدل شوی دی ، نو چين په نړۍ کښی د زيږيدنی د ټيټی سويی هيوادو په قطار کښی داخل شوی دی .