<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-19 19:11:44    
* د لرغونی زمانی د اولمپيک سپورتی لوبی له منځه لاړې

cri

په ٣٩٣ ميلادی کال کی د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی لوبو هغه مقدس اور چه د ١١٦٩ کالو لپاره بل شوی و ، مړ شوی دی . دا چه أيا د لرغونی زمانی د اولمپيک سپورتی لوبی څنګه ضعيفی شوې او له منځه لاړې ؟ د اوږدی مودی راهيسی تل د تاريخ پوهانو تربحث او څيړنی لاندی دی. په ٣٩٤ ميلادی کال کی د روم امپراطور ډيودوسيوس لومړی مسيحيت د ملی مذهب په توګه وټاکه او نور مذهبی فعاليتونه يی ممنوع وګڼل ، دغه شان د اولمپييک سپورتی سيالي هم لغوه شوی . په ٤٢٦ ميلادی کال کی د روم امپراطور ډيودوسيوس دوهم په اولمپيا کی د راپاتی شويو معبدونو د سوځولو په باب امرهم ورکړ او د سلو کلونو نه وروسته د څو وارو سيلابونو او زلزلو د ورانکارۍ په اثر د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی سياليو اړوندی راپاتی ودانی تر خاورې لاندی ښخې شوې . په دی توګه د لرغونی زمانی د اولمپيک سپورتی لوبی چه د ميلاد دمخه له ٧٧٦ کال نه نيولی تر ٣٩٣ ميلادی کاله پوری د ١١٦٩ کلونو په اوږدو کی ټولی ٢٩٣ دورې سر ته رسيدلی وې ، او نوموړی لوبی ورو ورو د نړيوالو له ياده ووتلی .

*********************************

* د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی لوبو په اړه لومړنی قهرمان – کروباس

د تاريخی اسنادو له مخی د لرغونی زمانی د اولمپيک په هغه لومړنی سپورتی سيالی کی چه د ميلاد د مخه په ٧٧٦ کال کی جوړه شوی وه ، د ځغاستی

په لوبه کی د يليس د ښاری ډلی يو أشپز چه کروباس نوميده ، د شديدو سياليو نه وروسته أخری بری وموند او په نوموړی سپورتی سيالی کی يی يوازنی افتخاری نښه ترلاسه کړه ، او په دی ډول هغه د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی سياليو په تاريخ کی لومړنی قهرمان وګرځيد او ډير لوړ وياړ يی وګاټه .کروباس په خپل ټول ژوند کی د نوموړی وياړ له برکته پر خلکو باندی ګران او د احترام وړ ؤ .