د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د پاکستان جمهوررئيس مشرف د روانې مياشتې په ١٩ نيټه د فلسطين د ملی مقتدر سازمان له رئيس عباس سره د خبرو اترو نه وروسته وويل چه پاکستان به په مداومه توګه د فلسطين دخلکو د ازادی غوښتونکو چارو څخه ملاتړ وکړی .
د خبر له مخی ، د نوموړو خبرواترو په ترڅ کی عباس هيله څرګنده کړه چه مشرف د فلسطين اواسرائيلو ترمنځ د کشالو د حل لپاره خپل سياسی رول ولوبوی . مشرف په دی نسبت وويل چه پاکستان به د فلسطين خلکو ته سياسی ملاتړ برابر کړی او د فلسطين د خپلواک هيواد دجوړولو څخه به ملاتړ وکړی . هغه زياته کړه چه پاکستان غواړی د فلسطين د ملی دفاع او د امنيت څانګوته روزنې برابری کړی .