<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-20 16:59:45    
د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو د کارونو په هکله د مربوطو څانګو ترمنځ لومړی کاری غونډه جوړه شوه.

cri

د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو دپاره د چين د دولتی شورا د پيشنهادونو سره سم، د می په دوولسمه نيټه د چين د کلتور وزارت، د انکشاف او اصلاحاتو په هکله دولتی کميټې، د ښوونې وزارت، د ماليې وزارت، د مذهبی چارو رياست او د تاريخی اثارو رياست په بېجينګ کی د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو د کارونو په هکله د مربوطو څانګو ترمنځ لومړی کاری غونډه جوړه کړه. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته د نوموړې غونډې په باب څه معلومات وړاندی کړو. د چين د کلتور د وزير سون جيا جنګ د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو د کارونو په هکله د نوموړې غونډې رياست وکړ، د کلتور د وزير د مرستيال جو ښه پينګ، د تاريخی اثارو د رياست د مرستيال تونګ مينګ کانګ، د مذهبی چارو د رياست د مرستيال چی سيو فی په شمول د مربوطو څانګو زيات شمېر مسؤلانو پکی ګډون وکړ. د مربوطو څانګو ترمنځ د غونډې په باب د کاری ميکانيزم د جوړېدو دپاره وزير سون جيا جنګ غوښتنه وکړه چی بايد په دغه غونډه کی د اړوندو څانګو مشخصې دندې وټاکل شی او په مختلفو ولايتونو او ځينو مهمو ښارونو کی دې دغه ميکانيزم هم جوړ شی. په غونډه کی د کلتور د وزارت په اړه يو مامور د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو په هکله د اوسنی حالت او د نوموړو ميراثونو د ساتلو دپاره د راتلونکو کارونو په هکله معلومات وړاندی کړل. د برخه والو څانګو استازيو د کلتور د وزارت د کارونو د ستاينې نه وروسته د دې غونډې د رول د لوبولو او د غير مادی کلتوری ميراثونو په ساتنې باندی بحث وکړ. د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو د کارونو په هکله د مربوطو څانګو ترمنځ د غونډې د جوړېدو په باب ميکانيزم د چين د کلتور د وزارت په شمول د نهو مربوطو څانګو له خوا جوړ شو. د دې غونډې عمده دنده دا وه چی د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو د کارونو دپاره پاليسی او تګلارې وټاکل شی، د نوموړو ميراثونو د ساتلو پلان تر سنجش لاندی ونيول شی او داسی نور. د چين د ولسی جمهوريت د جوړېدو نه راهيسی، چين د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو دپاره ډېر زيات کارونه تر سره کړيدي، په تيره بيا د چين د کلتور وزارت، د ماليې وزارت او د چين د ادبياتو او هنر کميټې په ګډه د چين د فولکوری کلتورونو د ساتلو پلان جوړ کړی دی چی په نتيجه کی زيات شمېر غير مادی کلتوری ميراثونه ښه ساتل شويدي. دغه پلان د چين د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو په کارونو کی يوه مهمه برخه ده. د کلتور وزارت دا پلان هم لری چی له ٢٠٠٥ کال نه تر ٢٠٠٨ کال پوری په ټول هيواد کی د غير مادی کلتوری ميراثونو تحقيقات چی د م م د يونيسکو د سازمان له خوا د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو د تړون سره سم د لومړی ځل دپاره به په هراړخيزه او ژوره توګه سر ته ورسېږی او ور پسی به د غير مادی کلتوری ميراثونو په هکله يو ارشيف او د نوموړو ميراثونو يوه نقشه جوړه شی. علاوه پر دې د نوموړو ميراثونو د ساتلو په هکله قانون به ژر جوړ شی او مربوطې څانګې به د دغو ميراثونو د ساتلو دپاره زيات با استعداده کسان وروزی. د خبر له مخی د روان کال په جون کی به د چين د کلتور وزارت په بېجينګ کی د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو دپاره يوه ملی غونډه جوړه کړی او پکی به د نوموړو ميراثونو د ساتلو د پلان د تطبيق په باب بحث وشی. ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد چی عنوان يی و د غير مادی کلتوری ميراثونو د ساتلو د کارونو په هکله د مربوطو څانګو ترمنځ لومړی غونډه جوړه شوه. هيله ده چی زمونږ پروګرام خوښ وی. ستاسو د روغتيا په هيله!