


ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين په پايتخت بيجنګ کې دوه قومي خصوصيت لرونکي رستورانونه تاسو ته معرفي کړو ٠
د چين په پايتخت بيجنګ کې د چين د بيلابيلو ځايونو ځانګړي او خصوصيت لرونکي خوراکونه راغونډيږي او مختلف خوندور رستورانونه هم شته چې خوندور خوراکونه مشتريانو ته وړاندې کوي ، خلک هميشه د رخصتي او جشنونو په ورځو کې قومي رستورانونو ته ځي او ځانګړي خوندور خوراکونه خوري ٠
لومړي د چين د مياوقوم يو رستوران چې د مياو قومي رستوران نوميږي تاسو ته معرفي کوو ٠
محترمو دوستانو همدااوس تاسو د کوچنيو څوکيو په نامه نغمه واوريدله ، ددې رستوران ځوان خدمتګاران د هرې ورځې د ماښام په اوو نيمو بجو قومي هنري نمايش کوي ٠
نوموړي رستوران د بيجنګ ښار په لويديځ کې واقع دی اوخاوند يې د مياو قوم سړی دی ، ټول خدمتګاران يې ځوانې نجوني او هلکان دي چې قومي کالي اغوندي ، د رستوران د دروازي په مخ کې دوې قومي نجوني ولاړې دي کله چې ميلمنه رستوران ته راځي نو دوي د خپل قوم د سندرې په ويلو سره د ميلمنو هرکلي کوي او ميلمنو ته شراب وړاندې کوي ، ميلمنه د شراب د څښلو نه وروسته رستوران ته ننوتلای شي ٠
په نوموړي رستوران کې د ټولو پاخه شويو خوراکونو څخه د مياو قوم کلتوري جنبه څرګنديږي ، ځيني تازه سبزيجات چې په بيجنګ کې نه پيداکيږي ، ددې
رستوران خاوند په خاصه توګه د خپل اصلي وطن د ګوي جو له ولايت څخه چې د جين په جنوب لويديځ کې واقع دی راوړي ، دغه راز په دې رستوران کې يو عمده خوراک د سوان تانګ يو په نامه ياديږي ، د نوموړي خوراک د پخولو طريقه دا ده چې يو خام کب په تروي ښورواکې د نرم اور په واسطه پخيږي ، د کب د پخيدو دپاره په ښوروا کې نورې مسالې هم اچول کيږي چې يو عمده سابه يې رومي بادنجان دی ، پخه شوي ښوروا ډيره مزه داره ده او د کب غوښه يې هم ډيره نازکه ده ، دا خوراک د چين د مياو قوم د خلکو لخوا د ډيرې خوښۍ وړ خوراک دی ، د نوموړي رستوران اشپز تانګ في وويل د سوان تانګ يو په خوراک کې د کب غوښه ډيره خوندوره او نازکه ده ، دا خوراک د مياو قوم اصلي خوراک دی او ښوروا يې تريو ده او د خلکو د معدې او د روغتيا دپاره ډيره ګټه لري ، ددې خوراک د پخولو دپاره ټولې مسالې هم د ګوي جو ولايت څخه راوړل کيږي ٠
ميلمانه نه يوازي په دې رستوران کې د مياو قوم ځانګړې او خوندور خوراکونه خوړلاي شي بلکې پکې د قومي سندرو او نڅاوو څخه خوند اخيستلای شي ٠نجلۍ لي خوي چې پخوا څو څو ځله دې رستوران ته راغلې ده وويل --- اواز – ٤ ---
ددې رستوران د خوراکونو د خوړلو د پاره چاپيريال ډير ښه دی ، خدمتګاران يې ميلمنو ته ډير تاوده احساسا څرګندوي ، په دې رستوران کې ښودل شوي نمايشونه ځانګړي او قومي خصوصيت لري ٠ دا يو ښه رستوران دی ، په دې رستوران کې د مياو قوم ځيني رسم رواج معلوميدلی شي ٠
قدرمنو دوستانو د مياو قوم د رستوران په باب معلومات د وړاندې کولو نه
وروسته اوس په بيجنګ کې د يو بل قومي رستوران يعني د دای قوم رستوران په
باب معلومات تاسو ته وړاندې کړو ٠
د باوچين په نامه د داي قوم رستوران د بيجنګ ښار په شمال کې پروت دی ، دا رستوران د داي قوم په ساختماني سبک سره سم جوړشوی او خوراکونه يې بالکل د داي قوم ځانګړي خوندلري ٠ د دای قوم د خوراکونو څخه د خوند اخيستلو دپاره نه يوازي زيات چينايان بلکې ډير خارجيان هم نوموړي رستوران ته ځي ٠
ښاغلي ليويس چې د جرمني څخه راغلی وويل ---- اواز ---٥ --- دا لومړي ځل دی چې زه دې رستوران ته راځم ، ددې رستوران د خوراکونو قسمونه زيات او خونديې هم ډير ښه دی ، په راتلونکې کې به زه هم تل دې رستوران ته راشم ٠
د رستوران خاوند ښاغلي ما شو بينګ د داي قوم سړی دی هغه وويل --- اواز –٦ –
د دای قوم خوراکونه ډيرغوړ نه دی او زيات خوراکونه يې تروه دي ، ځکه چې مونږ د دای قوم خلک د تروو خوراکونو سره علاقه لرو ٠
ګرانو دوستانو د چين په پايتخت بيجنګ کې د دوو قومي رستورانونو په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړل ٠