رمز—ګرانو اوريدونکو ، دا د چين بين المللې راډيو ده . چين جونګ جانې اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده .د پاکستان د اريانه تنظيم د محمد عثمان اريوبې صاحب په حپل ليک کی ليکلی چه زما يو ه پوښتنه دا ده چه د چين نفوس څومره دی او څومره مذهبې خلک لری . په تيرو څو مياشتو کی ډيرو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی هم د چين د نفوس او د مذهبی پيروانو له شمير سره علاقه ښودلی ده. دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د چين د نفوسو او مذهبی پيروانو په باب څه معلومات وړاندی کړی .
جونګ – ټولو ته معلومه ده چه چين يو لوی هيواد دې چه ډير نفوس لرې . لا پخوا د چين د سونګ په امپراطوری دوره کی يعنې له ميلادی نهه سوه شپيتم کال څخه تر يو زر يو سلو اوويشتم کال پوری د چين د نفوسو شمير څه دپاسه سلو ميليونو ته رسيدلی ؤ . د ١٨٤٠ کال د ترياکو د جګړې د رامنځته کيدو په وخت کی د چين د نفوسو شمير څلورو سوو لسو ميليونو تنو ته رسيدلی ؤ. له دې نه وروسته په سلو کلونو کی په چين کی د امپرياليزم د تيريو او د پوځی د يکتاتورانو ترمنځ د جګړو له امله تر ١٩٤٩ کال پوری د چين د نفوسو شمير پنځه سوه دوولس ميليونو ته ورسيد چه د ترياکو د جګړې په وخت د نفوسو د شمير په پرتله په سلو کی يو ديرش زيات ؤ. د نوی چين د جوړولو نه وروسته ، په مسلسله توګه د ماشومانو د زيږيدولو لوړې څپې رامنځه شوی . د ١٩٦٢ په ديسمبر کی د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټې او د چين دولتی شورا په جدی توګه د کورنې د لارښوونکی پلان د
تشويق په باب هدايت خپور کړ . له يو کال نه وروسته ، د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې او د چين دولتی شورا په ښکاره توګه په زيات قوت سره له ټاکلی وخت څخه وروسته واده کول تشويق کړل .په ١٩٦٤ کال د چين دولتې شورا له
خوا د کورنې لارښوونې د پلان کميټه جوړه شوه .په ١٩٦٩ کال کی د چين د نفوسو شمير اته سوه ميليونو ته ورسيد . په ١٩٧٠ کال کی په چين کی د کورنې لارښوونې پلان په باب پاليسی په رسمې توګه اجراُ شوی او د نفوسو پلان په رسمې توګه د چين د ملی اقتصاد د انکشاف په پلان کی وشميرل شو . له دې امله د تيرې پيړۍ په اومی لسيزی کی د چين د نفوسو د شمير د زياتيدو ميزان په ښکاره توګه ټيټ شو ، مګر تر ١٩٨٢ کال پوری د چين د نفوسو شمير يو مليارډو شلو ميليونو ته زيات شو. په نوموړې ٣٣ کلونو کی د چين د نفوسو شمير يو چند زياتولی وموند .په ١٩٨٢ کال کی د چين حکومت د کورنې لارښوونې پلان د چين د اساسی پاليسی په حيث وټاکه .د ٢٠٠٥ کال د جنوری په شپږمه نيټه د چين يو مليارډو دری سوه ميليونم کس په بېجينګ کی زيږدلی دی .
د تيری پيړۍ تر پايه پوری ، په چين کی څه دپاسه سل ميليونه مذهبی نفوس وګړی شته چه په دې جمله کی څه دپاسه اتلس تنه ميليونو په اسلامی دين باندی ، لس تنه ميليونه په مسيحی دين باندی او څلور ميليونه تنه په کاتوليکی دين باندی ايمان وکړل ،دغه راز دری لکه تنه په مذهبی کارونه وکړل او په چين کی د مذهبی تنظيمونو شمير دری زرو ته راسيدلی دی ، په عين وخت کی په چين کی څلور اويا مذهبی پوهنځي شته . نوموړی مذهبی شخصيتونه په فعاله او پراخه توګه د چين په سياسی ژوند کی ګډون کوی چه له دې جمله څخه اولس زره دری سوه تنه د چين د
ملی ولسی او د سياسی مشورتې په بيلا بيلو کنفرانسونو کی د استازو او غړو په حيث برخه اخلی . په چين کی ټول دينونه مساوی حق لری او د چين حکومت د ټولو مذهبی اتباعو د مذهبی ايمان او عقيدې درناوی کوی .
محترمو دوستانو ! د مونږ او اوريدونکی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده . ستاسو د کاميابی او خوشحالی په هيله .