د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د قبايلو په سيمه کې د تروريزم په ضد عالي قوماندان تورن جنرال صفدار حسين د مې په شلمه نيټه په جنوبي وزيرستان کې د محلي قبايلو مشرانو ته وويل حکومتي پوځ د قبايلو په سيمه کې تروريستي شبکه ويجاړه کړې ده ، حکومت به په هيڅ شان پري نږدي چې تروريستان بيا په دې سيمه کې راغونډشي او ددې سيمې امنيت بيا تهديدکړي٠ حسين وويل د اعتباري اطلاعاتو سره سم د حکومتي پوځ د څو ځلو د برياليو نظامي عملياتو له امله اوس په جنوبي وزيرستان کې تقريبأ اويا او اتيا تنه تروريستان شته ، دوي به ژر ترژره د حکومتي پوځيانولخوا محوه شي
|