<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-22 17:20:02    
د مې په مياشت کی ډېر زيات الماني ځوانان واده کوی

cri

ګرانو دوستانو ، نننی نړۍ ته د کتنې په پروګرام کی به تاسو ته يو لنډ مضمون وړاندي کړم چه عنوان يی دی د مې په مياشت کی ډېر زيات المانی ځوانان واده کوی٠ د المانی رسمو رواج سره سم سږ کال د مې مياشت د نيکمرغۍ مياشت بلل کيږی او په دې مياشت کی ډېر زيات ځوانان واده کوی٠

د المانی زلمې شوتايځه دپاره د می مياشت تر ټولو نه بختوره مياشت ده ځکه چه د تير مې په لومړی نيټه شوتايځه د بن د سيمه ايز عادت سره سم د سفيدار يوه هغه ونه چه د نيکمرغۍ او بختورۍ نښه ده ، د خپلی معشوقی د کور د دروازی په وړاندی کيښودله او له دې لارې يی خپله مينه ور ته څرګنده کړه٠ د پلان له مخی به د مې په مياشت کی دغه دوه مينان واده او په نوی ژوند پيل وکړی٠

ټولو ته معلومه ده چه چينايان شپږ او اته عددونه ډېر خوښوی ځکه چه په چيني ژبه کي دغه دوه ارقام د کاميابۍ او شتمنۍ معنی ورکوی٠ خو جرمنيان له چينايانو سره بيل نظر لري ، دوی لکه ٢٢، ٣٣٣ عددونه خوښوی ځکه چه د دوی په نظر ، داسی مکرر عددونه ځان ته د دوامدارې نيکمرغۍ د رسولو معنی لري .

په لوېديځو هېوادونو کی د ليکلو د عادت سره سم ، د ٢٠٠٥ کال د مې پنځمه نيټه داسی ليکل کيږی صفر پنځه صفر پنځه صفر پنځه دی يعني دری صفرونه او دري پنځه عددونه دي ، نو دغه ورځ د جرمنيانو په نظر تر ټولو بختوره ورځ ده٠ شوتايځه وويل څوک چه په دغه ورځ واده کوي ، هرومرو درې واره نيکمرغي تر لاسه کولی شي ، نو د واده مراسم يی اصلاً د مې په پنځمه نيټه ټاکلی دی ٠ مګر په نوموړی نيټی د شوتايځه دپاره يوه ستونزه راپيدا شويده ٠ که

چيری هغه د خپل واده نيټه و نه ځنډوی، د ده دوستان به و نه شی کړي چه پکی ګډون وکړی، ځکه چه په هماغه ورځ به دوی هم واده وکړی٠ نو شوتايځه پرېکړه وکړه چه د خپل واده مراسم د مې تر شلمې نيټې پوری وځنډوی٠ سږ کال د مې شلمه نيټه د لويديځو هيوادونو د ليکلو د عادت سره سم داسي ليکل کيږي چه دوه صفر ، صفر پنځه ، دوه صفر صفر پنځه دي او ددوي په اند دغه عددونه هم دوی نيکمرغۍ معنی لری٠

د مې په پنځه نيټه ، په جرمنی کی په زر ګونو ځوانانو واده وکړ او شوتايځه د دوستانو د واده په مراسمو کی هم ګډون وکړ ، هغه دا احساس وکړ چه په ټول هېواد کی فضا د خوشحالۍ او ښادۍ نه ډکه وه او ټول خلک دومره خوشحاله وو چه په خپلو جامو کی نه ځائيدل ٠ د اړوندو څانګو د اټکل له مخی، د مې په شلمه نيټه به هرومرو د واده بل اوج رامنځته شی٠ شوتايځه وويل چه زه به په دې دوو هفتو کی ښه استراحت وکړم تر څو د خپل واده مراسم ښه تر سره کړم ٠

د جرمنی مطبوعاتی سرچينو هم دې ته ګوټه ونيوله چه د مې په پنځه نيټه د ډېرو زياتو ځوانانو د واده کولو بل علت دا دی چه دغه ورځ پنجشمبه ده او زومان او ناويانې کولي شي چه د واده د مراسمو نه وروسته له کورنی غړو سره يو ځای رخصتی ښه تيره کړي ٠ پرته له دي نه څرنګه چه د جرمنيانو د واده مراسم د شوق او ذوق څخه ډک وی ، نو ښه استراحت هم کولای شی ٠

د شوتايځه د واده د مراسمو د ځنډولو بل مهم علت دا دی چه ناوي يي کاتوليکه ده ، نو د واده مراسم بايد په کليسا کي اجرا شي او د مې په پنځمه نيټه په ټولو کليساوو کي مذهبي فعاليتونه ټاکل شويدی ، د جرمني قانون لمخې اجازه

شته چه د واده مراسم د کليسا نه د باندی تر سره شي ، خو د کاتوليکانو دپاره د واده مراسم بايد په کليسا کي اجرا شي ځکه چه د دوي په نظر په کليسا کي د واده د مراسمو تر سره کيدل د ښه واده معنی لري ٠ شوتايځه غواړي چه په کليسا کي د مراسمو د ترسره کيدو نه وروسته د خپلو دوستانو او خپلوانو د پذيرايي دپاره درنده ميلمستيا جوړه کړي ٠