

( جون سيان ) نه يوازی د دولت په درجه د چين يو مشهور تاريخی او کلتوری ښار او غوره توريستی ښار بلل کيږی ، بلکی په ( جون سيان ) کښی د چين د ( مينګ ) سلسلی د يوه اوپراطور مقبره هم پرته ده چه د نړی د کلتوری واريثو څخه شميرل کيږی ٠ په ( جون سيان ) کښی د چين يو امپراطور زيږيدلی ؤ ، او له خپل ټاټوبی څخه پايتخت ته د تګ نه وروسته خپل ټاټوبی يی د ( جون سيان ) په نامه ونوماوه چه په چينايی ژبه ( جون سيان ) د غنی ځای معنی لری ٠ څو سوه کاله تير شوی دی ٠خو ( جون سيان ) لاهم يو غنی ځای دی ٠ د چين له نقشی څخه ليدل کيږی چه ( جون سيان ) د مرکزی چين د ( هو بی ) ولايت په مرکزی سيمه کښی واقع دی او ډير ښه جغرافيايی مؤقعيت لری ٠ له ( جون سيان ) څخه د ولايت مرکز ( وو خان ) ښار ته دوه سوه کيلو متره واټن شته او د نورو ګاونډيو ښارونو او سيمو سره ترانسپورتی اسانتياوی لری ٠ د نورو ښارونو سره د ( جون سيان ) د خصوصيات دا دی چه دغه ښار يو داسی يوازنی ښار دی چه د دولت په درجه د مشهور تاريخی او کلتوری ښار او غوره توريستی ښار په توګه ټاکل شوی او پرته له دی نه د ( مينګ ) د سلسلی يوه امپراطور مقبره د نړی د کلتوری مواريثو څخه شميرل کيږی ٠ دا د ( جون سيان ) د خلکو افتخار دی او دوی ته د خپلواسلافو له خوا راپاتی شوی قيمتی ميراث هم دی ٠ ( جون سيان ) د ولسوالی په درجه يو وړوکی ښار دی او د وګړو شميريی يو مليون تنه او مساحت يی څلور زره مربع کيلومتره دی ٠ څرنګه چه ( جون سيان ) د ( هان ) سيند په منځنی برخه ښی پروت دی نو د لرغونی زمانی راهيسی ( جون سيان ) د دريابی ترانسپورت په لاره کښی يو مهم ښارګوټی دی ٠ ( جون سيان ) دوه زره اوه سوه کاله تاريخ لری ٠ اوه سوه کاله دمخه د چين د ( مينګ ) په سلسله کښی د ( جون سيان ) ښار ډير ابار شو او هغه وخت د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی ؤ نو ويلی شو چه ( جون سيان ) په يوه موده کښی يو ډير سمسور او اباد ښار ؤ ٠ نو ځکه ( جون سيان ) په ١٩٩٤ م کال کښی د دولت په درجه د مشهور تاريخی او کلتوری ښار په نامه ونومول شو ٠او په خپل ولايت کښی د ولسوالۍ په درجه يوازنی ښار دی چه دغه د وياړ ډک نوم يی لاس ته راوړی دی ٠ څو کاله دمخه ( جون سيان ) د چين د توريستی اداری له خوا د غوره توريستی ښار په نامه وټاکله شو چه له دی څخه څرګنديږی چه ( جون سيان ) د چين په توريستی چارو کښی مهم مقام لری ٠ د غوره توريستی ښار د انتخابولو معيار ډير سخت دی او په دی معنی چه يو غوره توريستی ښار لومړی بايد غنی توريستی منابع ولری ٠ دوهم دا چه بايد مناسب توريستی چاپيريال او زمينی ولری ، دريم دا چه بايد ترانيسورتی اسانتياوی ولری ٠ د ( جون سيان ) دپاره دريم غوره والی دا دی چه په ( جون سيان ) کښی د ( مينګ ) سلسلی د امپراطور مقبره پرته ده ٠ دغه مقبره د ( جون سيان ) ښار له شمال ختيځ نه په لس کيلو مترۍ کښی واقع ده او د شپاړسمی پيړی په نيمايی کښی جوړه شوی اود ( مينګ ) يو امپراطور او دده ملکه پکښی ښخ شوی ؤ ٠ د ( مينګ ) د سلسلی اتلسو تنو امپراطورانو د چين په تاريخ کښی دوه سوه شپږ اويا کاله نيولی ؤ چه دغه مقبره دچين په منځنی جنوب کښی يوازنی امپراطوری مقبره ده ٠ دغه مقبره يو سلو اتيا هکتاره مځکه لری او د ( مينګ ) د سلسلی ساختمانی بڼه لری ٠ که څه هم څلورسوه کاله تير شوی دی خو د مقبری په شاوخوا ښی چاپيريال او طبيعی منظری لا هم کوم لوی بدلون نه دی موندلی ٠ د پورتنيو څو علتونو له امله دغه امپراطوری مقبره د ٢٠٠٠ م کال د نوامبر په مياشت کښی د ملګرو ملتو د يونيسکو د موسسی له خوا د نړۍ دکلتوری مواريثو څخه وشميرله شوه ٠ د زکر شويو ٣ غوره شرايطو په درلودلو سره ( جون سيان ) نه يوازی په خپل هيواد کښی بلکه په نړی کښی هم ډيرشهرت موندلی دی ٠ پوښتنه دا ده چه ( جون سيان ) به څنګه د دغه غوره والی څخه استفاده وکړی څو چه د سياحت له لاری د ( جون سيان ) ښار ترقی چټکه شی ٠ د خلکو په نظرلومړی به د سيمی ځانګړی کلتور سيلانيانو ته معرفی کړو او دوهم به د ځانګړی توريستی شيانو د توليدولو دپاره زياته هڅه وکړو ٠( جون سيان ) داسی ښکلی ځای دی چه غرونه يی شنه او سيندونه يی پاک دی او ډير زيات محلی پيداوار پکښی توليديږی ٠ پرته له دی نه ( جون سيان ) د زر کالو راهيسی په چين کښی له دی امله ډير شهرت موندلی دی چه زيات شمير اوږد عمر لرونکی سپين ږيری او سپين سری ليدل کيږی ٠ د چين د ولسی جمهوريت د تاسس نه وروسته د نفوس د څو ځلو عمومی شميرنی له مخی په ( جون سيان ) کښی د خلکو منځنی عمر د هيواد د خلکو د منځنی عمر نه اوږد دی ٠ لنډه دا چه ( جون سيان ) نه يوازی لرغونی تاريخ لری بلکی ډير زياتی طبيعی او انسانی منظری هم پکښی ليدل کيږی ٠ نو که تاسی فرصت ولری ، حتماُ به ددی ښکلی او غنی ځای سيل وکړی ٠