هغه څوک چه د چا سترګه ترينه ننه سوزی او خپل انتقام په لوړه پيمانه نشی اخيستلی يا يی دخپل فکر زمام په خپل لاس کی نه وی او په پت او عزت باندی د سر او مال ښندلو ته نه وی تيار د ده په نزد د احترام وړ نه دی .
دې مرد له مار سره تشبيه کوی چه بايد هم زهر ولری اوهم د مهر موره ، هم لکه د اسمان وريځ د رحمت بارانونه ورسره وی او هم اسمانی تندر چه د لرګی ځواب په توره ورکړی او په سختو حالاتو کی د صبر ثبات خاوند وی .
د أسمان په څير لويی او بلندی او د زمکې په شان فروتنی دواړه ديو لوی شخصيت دپاره ضروره ګڼی .
په عهد و قول ټينګار ، له چل ول اوټګۍ برګۍ نه ځان ساتل د مردۍ شعار بولی . که څوک د مردانو په دين او ايين ټينګ وی هغه ته دروم قيصر او د چين ففغور وايی . دخوشحال خان ايديالی شخص بايد د تمکين او وقار خاوند وی . ډير ويل او ډير خندل ده ته دشخصيت سپکاوی معلوميږی او سره له دې چه په اجتماعی ژوند اومعاشرت کی شګفته رويی او خلاصه ټڼډه ستايی بيا هم وايی :
هميشه اوسه خوله پټه لکه ناوې
چه ضرور شی بيا هاله کړه دوه حرفونه
تر هغه به نا معقول په جهان څوک وی ؟
چه هميش په خندا سپين لری غاښونه
که خبره که خندا کړې جګې جګې
هره چار تر حساب مه کوه بيرونه
درته وايم چه په کوم توګی به دروند شی
چه د هر چا سره نکړی ځوابونه
خوشحال خان د ښو او بدو معيار د جامعې د خدمت او منفعت په اساس تعينوی ، هر شی چه په مدنی دنيا کی دخلکو دپاره نافع او مفيد وی هغه ښه ګڼی او که مضر وی په بده سترګه ورته ګوری .