د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان سره د مرستۍ لپاره د م م هيات د مې په دوه ويشتمه نيټه په کابل کی په مطبوعاتی غونډه کی اعلان وکړ چه د انتخاباتو د شکايتونو د اورېدلو کميټه به جوړه شی او د کانديدانو د صلاحيتونو د څېړنې مسئوليت به په غاړه ولری تر څو د افغانستان د پارلمان انتخابات په عادی ډول تر سره شی٠
د نوموړی هيات د نطاق په قول ، د نوموړی کمټې پنځه غړی به په افغانستان کی د م م د سرمنشی کوفی انان د خاص استازی جان ارنولت او د افغانستان د ستری محکمې او د بشرۍ حقوقو د خپلواک کميسيون لخوا به په ګډه توګه جوړ شی٠
د افغانستان د پارلمان انتخابات به د روان کال د سپتمبر په اتلسمه نيټه تر سره شی او د کانديدانو د نومونو ابتدايی ليست به د جون په څلورمه نيټه په رسمی توګه خپور شی٠