
د پاکستان د داون د ورځپاڼی د می د ٢٣می نيټی د خبر له مخی په افغانستان کی د امريکی ميشته فوځ د می په ١٢مه نيټه په نيمه شپه د هيليکوپتر په واسطه د افغانستان د سرحدی سيمی په اړخ د شمالی وزيريستان پر قبائلی سيمو باندی بريدونه وکړل او په نتيجه کی ئی د محلی قبائلی سيمو پنځه تنه کسان ووژل ٠
د خبر سره سم د می په ٢١مه نيټه د امريکی د ميشته فوځ دوه هيليکوپترونه پاکستان ته داخل شوی او د شمالی وزيريستان د لاوارا ماندی قبائلو پر سيمو ئی دوه راکټونه توغولی دی او په دې سبب پنځه تنه مړه شول او نوری دوه جنګی الوتکی ئی د پاکستان هوای حريم ته داخلی شويدی ٠ علاوه پر دې د امريکی د ميشته فوځ په مشرۍ د څو هيوادونو ځمکنی فوځ په افغانستان کی پر نوموړی قبائلو سيمو باندی حمله کړيده او د سر او مال تاوانو نه رامنځته کړيدی ٠
د پاکستان د فوځ نطاق شوکت سلطن دا خبره تصديق کړه چه د امريکی ميشته فوځ د نوموړو بريدونو د مخه پاکستان ته خبر ورکړی او د پاکستان فوځ د افغانستان د سرحدی په سيمو کی مناسب ترتبت پرځای کړيدی ٠