<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-23 16:44:42    
د ژوند د سالم عادت له امله به د خلکو عمر اوږد شی

cri

ګرانو دوستانو د ننی پروګرام د روغتيا په خپرونه کی به د ژوند د سالم عادت له امله د خلکود عمرد اوږدوالی په باب معلومات وړاندی کړو.

د ٢٠٠٣ کال د امريکايانو د مرګ په باب په نوی احصائيی کی دا تصديق کړ چی امريکايانو ورځ په ورځ د ژوند عادت ته توجه ور کړی دی .د نفوس د احصائيی په هکله د امريکی د پوهانو په نظر د ژوند سالم عادت د خلکو عمر د واږدوالی او د مړه شوی ميزان د ټيټيدو اساسی علت دی .

د تازه احصائيی له مخی په ٢٠٠٣ کال کی په امريکا کی د نفوس مړه شوی عمومی ميزان د تير کال په نسبت په سلو کی ١.٧ ټيټ شوی دی چی په دی جمله کی تر زياته حده پوری د انسانانو د ناوړه عواملو له امله مړه شوی ميزان په سلو کی ٤.٣ ټيټ شوی دی ،په مخدره مودو داخته کيدو له امله مړه شوی ميزان په سلو ٣.٣ ټيټ شوی او د قصدأ وژنی له امله مړه شوی ميزان په سلو ٤.٩ ټيټ شوی .له دی نه علاوه د نورو د بيلابيلو ناڅاپوپيښو له امله مړه شوی ميزان په سلو کی ٢.٢ ټيټ شوی دی .نوموړی حالت دا تصديق کړ چی امريکايان کولی شی چی د خپلو عملياتو د کتنرول له لاری روغتيايی ژوند تر لاسه کړی .

د ځينو تحليونکو په نظر تر اوسه پوری د سکريت چکوونکو کمول په امريکاکی د مړه شوی ميزان ټيټيدو عمده علت دی .د امريکی د ناروغيو د وقايی او کنترول مرکز د نوی احصائيی له مخی په امريکا کی د سکريټ چکوونکوشمير د ١٩٦٥ کال په سلو کی له ٤٢ نه د ٢٠٠٢ کال په سلو کی ٢٢ عشاريه ٥ ته ټيټ شوی دی چی دا د امريکی د ګردی ټولنی د زړه د ناروغيو ،د سرطان او فلج له امله د مړه شوی ميزان د ټيټيدو دپاره مهم رول لوبولی دی .په ٢٠٠٣ کال کی د زړه د ناروغيو،سرطان او فلج له امله رامنځته کيدو ميزان په جلا جلا توګه په سلو کی ٦.٣ ،٢.٢ او ٤.٦ ټيټ شوی دی .مګر د خبر له مخی په امريکا کی د دوو ناروغيو مړه شوی ميزان هميشه لوړولی دی .يو ډول ناروغی د زړو کسانو د احمق ناروغی دی چی په ٢٠٠٣ کی د دی ناروغی رامنځته کيدو ميزان د ٢٠٠٢ کال د همدی مودی په نسبت په سلو کی ٥.٩ لوړ شوی دی او تر اوسه پوری ډاکترانو د نوموړی ناروغی د حالتو د کنترول دپاره مساعده نقشی لاهم نه دی پيدا کړی .بل ډول ناروغی د زړه ناروغی ده چی د دی علت له چاغ ،د شرابو څښلو او د ورزش د کمښت سره نژدی اړيکی لری .مګر له بده مرغه د وينو د لوړ فشار د ناروغی رامنځته کيدو ميزان هم د پخوا په نسبت په سلو کی ٥.٧ لوړ شوی دی .له دی نه علاره ايدز د روغتيا بل وژونکی دی .دنوموړو ناروغيو رامنځته کيدو علت ټول د خلکو د ژوند له سالم عادت سره اړيکی لری .

په واقعيت کی زياتی ناروغی د ژوند د عادتونو سره نژدی اړيکی لری .ايا هغ ناروغی د خلکو تر کنترول لاندی دی ؟ هو ،د نوموړو ناروغيو رامنځته کيدل د انسانانو د عملياتو او عادت سره اړيکی لری .د امريکی د زړوالی په هکله د څيړنی د دولتی سازمان مسئول ريچاد بوسمن له دی څخه انديښه څرګنده کړه چی که څه هم د سکريټ له چکولو څخه د ژغورلو د عملياتو په اثر د زړه ناروغی ، د سرطان او بلغ د ناروغيو رامنځته کيدو ميزان ټيټ شوی دی ،مګر که په ژوند کی ښه عادت نه شته نو له دی امله مړه شوی ميزان به لوړ شی .هغه له امريکايی خلکو څخه دا غوښتنه وکړه چی سالم مفکوره وساتی او د روغتيا دپاره زيات پيسی واچوی مثلأ د وينو د رګونو په ناروغی اخته شوی کسان بايد د درمل د اخيستلو دپاره زيات پيسی واچوی چی دا هره مره په بانکونو کی له پس انداز څخه مهم رول ولوبوی .هغه زياته کړه چی مونږ کولی شی چی د بيلا بيلو لارو چارو له لاری زيات انفرميشن تر لاسه کړی دی .که څه هم مونږ په دی پوهيږی چی څه کار کوی او څه کار مه کوی مګر د خوراکونو د جوړښت او د ورزش په برخو کی پوه ښکاره کمه ده ،نو په دی وجه مونږ بايد دی ته بدلون ور کړی .

ګرانو دوستانو زمونږ پروګرام پای ته ورسيد خوشحاله اوسی .