<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-23 16:50:15    
دده هونګ خودمختاری ولسوالی دځانګړی خصوصيت لرونکی زراعت په واسطه محلی اقتصاد ته پراختيا ورکوی .

cri
ده هونګ دچين په جنوب لويديځه برخه کښی د ملی اقليتونو خودمختاری ولسوالی ده . دغه سيمه چه په عمده ډول د تای او جينګ پو قومونو خلک پکښی ژوند کوی ، خورا ډير غنی طبيعی منابع لری .په دی وروستيو کلونو کښی دمحلی ځای اوسيدونکو د ګټور اقليم ،خاوری او اوبو او نورو شرايطو څخه استفاده کړی او په پراخه توګه يی دمحلی ځای د ځانګړی خصوصيت لرونکی قهوه او ګنيو او نور اقتصادی نباتات کرلی دی . د خصوصيت لرونکی زراعت انکشاف د محلی ځای دخلکو د عايداتودزياتوالی دپاره لاره هواره کړی ده .
ښاغلی فينګ يان جينګ د تای قوم يو ځوان د ی او د ده هونګ ولسوالی د هه حوان په کلی کښی ژوند کوی ،دده کورنۍ په يو پر دريمه برخه هکتاره مځکه کښی د قهوی د ونو نيالګی کښينولی دی .هغه زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه څلورکاله دمخه دده د کورنۍ اتو تنو په عمده ډول د شولو دکرلو په واسطه ژوند کاوه او عايدات يی ډير لږ و . خو د قهوی د ونو د کښينولو نه وروسته يی د کورنۍ حالاتو بدلون موندلی دی . هغه وويل اوس د قهوی د ونود کښينولو له لاری د شولو د کرلو په نسبت زيات عايدات تر لاسه کوی او هر کال څه د پاسه اته زره ژن مين بی يونه لاس ته راتلای شی په روان کال کښی زه غواړم چه د قهوی نيالګی زيات کينوم .
د محلی ځای کليوالو خبريال ته وويل چه د قهوی دونو دکښينولو په برخه کښی
تخنيکونه ډير مهم دی ، ځکه چه امکان شته چه د مضرو خزندو دمصيبت
د را منځ ته کيدو په نتيجه کښی به هيڅ حاصلات تر لاسه نشی . څو کاله دمخه کليوالو ټينګ عزم څرګند کړ چه دقهوی دونو په کښينولو پيل وکړی. له د ی کبله چه د ده هونګ په ولسوالی کښی د قهوی د توليدولو تصدی ښه پاليسۍ طرح کړی ده ، نو ځکه دوی په ډاډه سره د قهوی ونی کښنوی .
د هونګ تين د صنعتی ډلی محدود شرکت په ١٩٩٧ کال کښی د ده هونګ دحکومت په پوره ملاتړ جوړ شوی دی . دنوموړی شرکت د عمومی مدير مرستيال پينګ ځونګ ژين خبريال ته وويل ددی دپاره چه بزګران په ډاډه سره د قهوی ونی کښينوی ، دوی دپانګو او د قهوی د ميوو د پيرودلو د نرخونو د ضمانت په برخو کښی بزګرانو ته زيات امتيازات برابر کړی دی . هغه وويل د حمايی نرخ دا معنی ورکوی چه له بزګرو سره د لاسليک شوی قرارداد له مخی شرکت دا تضمين کړی چه د يو کيلو ګرام دقهوی د ميوو نرخ د يو اعشاريه دری يونو څخه ټيټ نه وی ، کله چه د بازارونو نرخونه جګ وی، نو د شرکت د پيرودلو نرخونه هم بايد په مناسبت ډول جګ شی ، علاوه پردی شرکت بزګرو ته دا ژمنه کوی چه که د هغو پانګو شمير چه په هر يو هکتاره مځکه کښی دقهوی د ونو د کښنولو په برخه کښی د بزګرو له خوا اچول شوی دی ، له څلور زرو پنځو سوو يونو څخه اوښتی دی ، نو اوښتل شوی پانګه به د شرکت له خوا په غاړه واخيستل شی ،که چيری زمونږ بزګری کورنی د شرکت د فنی پرسونلو دهدايت سره سم دقهوی د ونو اداره وکړی ، نو شرکت به دا تضمين کړی چه په هر هکتاره مځکه کښی ددوی دقهوی د تازه
ميوو توليدی اندازه به له پنځلسو زرو کيلو ګرامو څخه ټيټه نه وی .
د احصائيی له مخی د ٢٠٠٤ کال تر پايه پوری دده هونګ په ولسوالی کښی دقهوی د ونو د کښينولو مساحت له دوو زرو شپږ سوو هکتاره مځکو څخه اوښتی دی او د محلی ځای د بزګرو د کورنيو عايدات ديرشو مليونو ژن مين بی يونو ته رسيدلی دی . اوس د ده هونګ په ولسوالۍ کښی د قهوی دونو دکرلو باغونه داسی معياری توليدی مرکز ګرځيدلی دی کوم چه ترتيبات يی معقول دی او داوبو لګولو تاسيسات يی پوره دی .اوس په دغه سيمه کښی د قهوی محصولات سينګاپور ، د کوريا جمهوريت ،ويتنام او سعودی عربستان په شمول زياتو هيوادونو او سيمو ته صادرکړی دی .
د عمومی مدير مرستيال پينګ خبريال ته وويل چه دوی دا نيت لری چه دقهوی د ونو د کرلو مساحت نور هم پراخ کړی څوچه لا زيات بزګران پرشتمنی لاری قدم ووهی . هغه وويل ( اواز ) مونږ چمتو يو چه د ٢٠١٠ کال نه مخکښی به په نوموړی ځای کښی د قهوی د ونو د کرلو مساحت شپږ زرو شپږ سوو هکتاره مځکو ته ورسيږی ، چمتو شوی توليدات به هر کال شل زرو ټنو ته ورسيږی او د ټول هيواد په مختلفو لويو او منځنيو ښارونو کښی به خپل توليدات بازارونو ته وړاندی کړی .