د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د امريکې جمهوررئيس بوش د می په ٢٣ نيټه په سپينه ماڼۍ کښی اعلام وکړ چه ده د افغانستان له جمهوررئيس حامد کرزی سره د امريکې او افغانستان ترمنځ د ستراتيجيکی همکارۍ د روابطو د جوړولو په باب يادداشت لاسليک کړيدی٠ د هغه له مخی به د دواړو هيوادونو عالی رتبه مامورين په سياسی، امنيتی او اقتصادی ساحو کښی د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په هکله په منظمه توګه تماسونه ونيسی٠
جمهوررئيس بوش د افغانستان له جمهوررئيس حامد کرزی سره چه په امريکه کښی په مسافرت بوخت دی، له خبرواترو نه وروسته په يوه ګډه مطبوعاتی غونډه کښی وويل چه په افغانستان کښی د امريکايی پوځ او د افغانستان د حکومت ترمنځ د همکارۍ او مشورې روابط ساتل کيږی٠
جمهوررئيس حامد کرزی په دی مطبوعاتی غونډه کښی وويل چه د نوموړی يادداشت د لاسليکيدو په اثر به دا کار تامين کړی شی چه افغانستان په مداومه توګه په نظامی او امنيتی ساحو او د بيا أبادۍ په برخه کښی د امريکې مرستې ترلاسه کولای ، پخپله له خپل ځان څخه دفاع کولای او د خپل هيواد د شاوخوا سيمې د ثبات او سولې دپاره خدمتونه ترسره کولای شی ٠