<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-24 09:58:14    
بوش څرګنده کړه چی امريکا به په دوامدره توګه په افغانستان کی د امريکايی پوځونو کنترول په لاس کی ولری.

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د می په درويشتمه نيټه د امريکې جمهور رئيس بوش د افغانستان له جمهور رئيس حامد کرزي سره د کتنې په بهير کی دا څرګنده کړه چی امريکا به په دوامدره توګه په افغانستان کی د امريکايی پوځونو کنترول په لاس کی ولری. هغه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کی د يوه همکارپه حيث د افغانستان د رول ستاينه وکړه او ويی ويل چی تر هغه وخته پوری چی شرايط برابر شی، نو د ګوتانامو په بنديخانه کی د افغانستان بنديان به قدم په قدم د افغانستان حکومت ته وسپارل شی.
د خبر له مخی، له دې نه مخکی د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزی وويل چی هغه به په دغه سفر کی په افغانستان کی د امريکايی پوځونو د نظامی عملياتو په هکله د افغانستان د حکومت د لا زيات کنترول حق د لاسته راوړلو دپاره هڅه وکړی او له امريکې څخه يی غوښتنه وکړه چی د افغانستان بندی شوی ټول بنديان د افغانستان حکومت ته وسپاری. هغه هيله هم څرګنده کړه چی په افغانستان کی د کوکنارو د کرنې د له منځه وړلو او د هيروينو د قاچاق په ضد ساحو کی لا زياتې مرستې برابرې کړي.