

د چرګ غوښه غذايي ارزښت ډير لوړ دي او د چرګ په غوښو جوړ شوي خوراکونه هم ډير خوندور دي چه په دي کې د چرګ ښوروا هم ډير خوند لري ٠ په چين کې ډير خلک دا عادت لري چه د چرګ د غوښې په واسطه بيلا بيل ښوروا جوړوي ٠ ځکه دغه ډول ښوروا نه يوازي خوندوره بلکه د روغتيا د ساتنې له پاره هم ګټوره ده ٠ خصوصأ د هغو ښخو چه تازه ماشوم زيږدلي ، او د هأد کسانو له پاره چه تازه له ناروغيو نه بچ شوي ، د چرګ ښوروا څښل د دوي د روغتيا د بيا رغونې او قويوالي له پاره ډير ګټه لري ٠ د چرګ ښوروا جوړونه بيلا بيل دي ٠ په دي کې د چرګ د يو ډول ساده ښوروا جوړونه په دي ډول ده چه يو کيلو ګرامه چرګ ، يوه يا دوه دانه ادرک ، لږ څه شين پياز ، څو دانې چيني بنام چه د چين يو ډول خاص مسله ده ، برابره مالګه تيار کړۍ٠ لومړي د چرګ د ننه او د باندې برخه ټول پاکه کړۍ ، بيا جرګ په دوو يا څلور برخه پري کړۍ او په يو ديګ کې واچوي ، وروسته اوبه په ديګ کې واچوي چه اوبه چرګ پټ کړۍ ، بيا ادرک په نرمه پرده پري کړۍ ، شين پياز څو برخه پري کړۍ بيا به د چيني بنام سره يو ځاي په ديګ کې واچوي ٠ ديګ د اور د پاسه کيږدۍ ، اوبه چه و ايشول شي ، پورته شوي تيز رنګ شيان راوباسي ، بيا به اور نرم کړۍ او د نيم ساعت يا له نيم ساعت نه د زيات وخت له پاره ورو ورو چرګ پوخ کړۍ ٠ چرګ چه پوخ شي ، برابره مالګه پکې واچوي ، که سپين مرچ خوښيږي ، هم کيداي شي چه لږ څه سپين مرچ پکې واچوي ، په دي توګه د چرګ ښوروا تيار شوه ٠ د دغه ښوروا د جوړولو په وخت کې پخپله خوښه نور شيان هم ور زيات کولي شي ٠ مثلأ الوګان ، خرما،جوار ، نخود او داسي نور ٠ که څه هم دغه ښوروا د هغو کسانو له پاره چه تا زه له ناورغيو څخه حلاص شوي ، د روغتيا د بيا رغونې له پاره ډيو ګټوره ده ،خو د توجه وړ خبره دا ده چه په دوبي کې زيات و نه څښي ٠ ځکه په دوبي کې هوا ډيره ګرمي ده ، زيات غوړي لرونکي ښوروا يا خوراکونه د نوموړو کسانو له پاره مساعد نه دي ٠