<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-24 16:39:42    
ولی پلار او مور نه شي کولی چه ماشوم ته بی اساسه وعده ورکړي

cri

په کورنی ژوند کی کله کله ځينی پلار او مور د دی لپاره چه ماشوم د دوی خبری منی اول ، دوی ته وعده ورکړي ٠ مثلأ مور زوی ته وايی چه که ته دا ډوډی پوره خوري ، زه به ستا لپاره شيرينی واخلم ، يا داسی وايی که ته په أرامه توګه په کور کی پاتی شي او بهر ته نه خي پلار دي ستا لپاره د لوبی سامان واخلي ٠ د پلار او مور په نظر ماشوم کوچينی دی ، د پلار او مور وعده به ژر هيره کړي ، نو پروا نه لري چه خپله وعده سر ته رسيدلی شي که نه ٠ خو مونږ وايو چه ماشوم ته بی اساسه وعده ورکول ښه کار نه دي ٠

ولی ؟ ځکه چه د مور او پلار وعده همشه د ماشوم حاجت دی ٠ نو پر ته د ډير وړوکی ماشوم نه لږ څه لوی ماشوم به دغه وعده په ياد کی وساتي ، که چيری لوبان خپله وعده ما ته کړي ، نو دا به هرومرو د ماشوم پر روحيی باندی ناوړه تاثير واچوي ٠ په داسی حال کی ماشوم خامخا دا فکر کوی چه پلار او مور د رواغ وايی او ما غولوی ٠ نو په نتيجه کی د ماشوم په زړه کی د لويانو اعتبار له لاسه ورکړي شي ٠ حنی ځينی ماشومان به هم د لويانو تر بدو تاثيراتو لاندی د رواغ ووايی ٠

دلته مونږ به تاسو ته يوه لنډه قيصه ووايو ، د چين په قديمی زمانه کی يو سړی چه ځنګ شين نوميده ، د چين د لوی فيلسف او استاذ کانفسيوس شاګرد و ، يوه ورځ د ده ميرمن وغوښتل چه بازار ته لاړ شی ، خو کوچينی زوی يی په ژاړه سره له مور سره يوځای وغواړی ، نو د ځنګ شين ميرمن ور ته وويل : ته په کورکی زما انتظار باسی ، کله چه زه بير ته راشم ستا لپاره پسه حلا لرم او أوسه پخوم ، زوی يی أرام شو ، کله چه د ځنګ شينګ ميرمن کور ته راغله ويی ليدل چه خاوند يی د پسه په حلالرلو تيار دی ، ميرمن يی د هغه د مخنيوی لپاره خاوند ته وويل چه مخکی می زوی ته د رواغ ووايه ٠ خو خاوند يی په جدی توګه وويل چه ماشوم ته دوکه ورکوئ ٠ ور پسی خاوند پسه حلال کړ ٠ له دی قيصی څخه مونږ ته دا وښودل شو چه قول او عمل دی سره وحدت شي يعنی خپله وعده دی ما ته نه شي ٠ البتأ ماشوم ته د تشويق ورکولو لپاره پلار او مور کولی شي چه ځينی وعده ورکړي ، خو نه شي کولی ماشوم ته بی اساسه وعده ورکړي ٠

که چيری مور او پلار ماشوم ته وعده ورکړي ، نو هرومرو به خپله وعده سر ته ورسوي ٠ که د کوم علت په اثر خپله وعده تر سره نه شي ، پلار او مور دي په سړه سينه ماشوم ته تونحات ورکړي ٠ مونږ وايو اعتبار او صداقت د ماشوم د روزنی د برياليدو يو مهم شرط ګڼل کيږي ٠