<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-24 17:16:38    
د چين دکورنی خدمتګاران په اروپا کی د هرکلی او خوښی وړ وګرځيدل

cri

ټولو ته معلومه ده چه د ګردی کرې په چوکاټ کی د فليپين کورنی ښځينه خدمتګارانی ډيری تکړه او دهرکلی وړ ګڼلی کيږی . دچين د اصلاحاتو او ورخلاصون راهيسی د چين د اقتصاد د چټک انکشاف سره سم مخ په زياتيدونکو بهرنيو خلکو خپلی سترګی او پام چين ته اړولی دی . په دی عين وخت کی د هيواد په بهرکی د چين د کورنی پرستاران اوخدمتګاران د هرکلی او خوښی وړ ګرځيدلی دی ،حتی د اروپايی هيوادونو زياتوکورنيو د چينی خدمتګارانو په ګمارل او استخدام هم پيل وکړ .ځکه چه نوموړی چينايی پرستاران او خدمتګاران نه يوازی په معياری چينايی ژبه پوهيږی ،بلکی کلتوری او علمی سويه يی هم ټيټه نه ده .

د اباټ دحرفوی او کاری معرفی ورکولو سازمان چه مقر يی د المان د هامبورګ په ښار کی واقع دی ، د اروپا په ١٤ هيوادونو کی خپلی نمايندګی لری . لږ موده دمخه ددی شرکت مسئولی ميرمن لايمينا خبريال ته وويل چه له ٢٠٠٠کال نه تر اوسه پوری داروپايی هيوادونو دهغو کورنيو شمير چه د چين دپرستارانواو خدمتګارانو د استخدام غوښتنی يی وړاندی کړی ، لس چنده زيات شوی دی . دنوموړی سازمان په اړه معرفی کولويوې حرفوی څانګی په يوه ورځ کی ١٥ تنه چينايی خدمتګاران وروليږلی . دغه خدمتګاران يو ګډ خصوصيت لری چه په معياری چينايی ژبه پوهيږی او په کورنيو چارو کی ډير تکړه دي .

په تيرو کلونو کی نوموړی پرستاران او خدمتګاران اکثرأ د چينايی اوسيدونکو په کورنيو کی وګمارل شول ، خو اوس دوی په عمده توګه د اروپايی هيوادونو د

هغوکورنيولخوا استخدام شوی دي کوم چه له چين سره مينه او دوستی لری يا د خپلو اولادونو په توګه چينايی ماشومان يی منلی او روزی يی .ددغو کورنيو خاوندان منورين دی او د چين له فرهنګ سره ډيره علاقه او مينه لری .

د اړوندومعلوماتو له مخی ، دچين د يوه خدمتګار مياشتنی معاش د يو زر يورو په شاوخوا کی دی . که چيری په هغو کورونو کی چه د کوټو شمير يی له ٤ نه يا ماشومان يی له دوو تنو نه اوښتی دی ، نو مياشتنی معاش يی نور دری سوه يورو زياتيږی . دغه شان هغوچينی خدمتګارانو ته چه د موټر د چلولوتوان اوپه کورينو چاروکی زياتی مثبتی تجربی لری ، په هره مياشت کی لږ تر لږه ١٨٠٠ يورو ورکول کيږی .

ښاغلی روجس د جرمنی دزيمنس د کمپنی يو انجنير دی . دده لورکاستين يوازی دوه کلنه ده ،خو دهغې په چينايی ژبه خبری کول له خپلی مورنی ژبی نه ښه دی . سبب يی دا دی چه دکاستين موراو پلار د لور د هغه راتلونکی په نظر کی نيولوسره مخکينی پانګه اچولی ده کوم چه هغه به د لوی کيدو نه وروسته د اقتصاد د جهانی کيدو په بين المللی چاپيريال کی په رقابت او سيالی کی د برخه اخيستنی لياقت او پوهی ولری . ددوی دکورنی چينايی پرستاری پيغلی لی خبريال ته وويل چه د دی کور د خاوند ښاغلی روجس د غوښتنی سره سم زه يوازی په چينايی ژبه له کاستين سره خبری کوم او نه په جرمنی ژبه . د روان کال د دوبی په موسم کی به ښاغلی روجس له خپلی ماينی او لور سره يو ځای دسفر اوساعتيرۍ لپاره دچين د شانګهای ښار ته ولاړشی ترڅو خپلی لورته د چين د عنعنوی ثقافت د درک کولو زمينه برابره کړی . په دی هکله د جرمنی د اروپايی چارو د انستيتيوټ پروفيسر پابرن دا نظريه څرګنده کړه چه نن سبا د اروپايی هيوادونو زياتی کورنی په فعاله توګه د چين د

پرستارانو په استخدامولوسره خپل اولادونه ساتی چه دا د چين د اقتصاد له لويی ترقۍ او د چينايی ژبی د زده کړې له اهميت او ارزښت سره نژدی اړيکی لری .

پرته له دی ، د چين دپرستارانو او خدمتګارانو د عمومی کيفيت لوړتيا يو علت هم دی . اوس په اروپايی هيوادونو کی دچين پرستاران اوخدمتګاران داستول شويوچينی کارګرو، چينايی مهاجرينواو محصلينو څخه عبارت دي . نوموړی پرسونل اکثرأ د کاليج او پوهنتون نه پورته تعليمی او علمی سويه لری او د خارجی ژبو په شمول په څو برخو کی دتفوق خاوندان دي . سربيره پردی ، اکثر اروپايان د ساعت په حساب کار خوښوی او نه د تمامو ورځو لپاره د نورو په کور کی خدمت کوی . نو په دی وجه چينايی خدمتګارانو ته لازيات فرصتونه هم برابر شوی دي .

په اروپايی هيوادونو کی دکورنيو د خدمتګارانو کار يو ترکيبی هنر او مهارت لرونکی کار ګڼل کيږی . د اروپايی اتحاد د کار او کارګرو د څانګی د احصايی له مخی ، اوس د اروپايی اتحاد غړی هيوادونه کم ترکمه دوو لکو تنو نوموړوخدمتګارانو او پرستارانو ته اړتيا لری .

رښتيا ده چه اوس په اروپا کی دنارينه ؤ خدمتګاران د ډير هرکلی او خوښی وړ دي . ځکه چه د ښځينه خدمتګارانو په پرتله دوی د ميز، څوکی او داسی نورو فرنيچرو په شمول د باربری ، د تجهيزاتو د ساتلو او د برقی سامان الاتو د ترميمولواو د موټرونو د مينځلو توان لری . په تيره بيا د بوډاګانوپه مرستونونو او روغتونونو کی نوموړو خدمتګارانو او پرستارانو ته اړتيا زياته ده .