<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-25 18:46:44    
دچين د نابالغو کسانو د ساتنی په باب قانون

cri

د نابالغو کسانو دساتنی قانون دچين د نابالغوکسانو دحقوقو او ګټو دساتنی دپاره لومړی خاص قانون دی او ددی قانون د صادر او تطبيق د څه د پاسه لسوکالو نه راهيسی د نابالغو کسانو دحقه حقوقو او ګټو دساتلو او کوچنيانو د ودی د شرايطو د ښه کولو دپاره قوی قانونی ضمانت او دچين د ځلميانو او کوچنيانو د سالمی ودی دپاره ښی زمينی برابری شوی دی

د معلوماتو له مخی ددی قانون د صادريدو نه راهيسی دمختلفو ځايونو بيلابيلو څانګو د واقعی تدابيرو په نيولو سره زلميانو او کوچنيانوته دايديالوجيکی او سياسی اخلاقی او قانونی تعليمات پياوړی کړی او په کوشش سره يی د نابالغو کسانو عمومی کيفيت لوړی کړی دی ،دغه راز يی په فعاله او ژوره توګه نوموړی قانون تبليغ کړی چه له دی امله د نابالغو کسانو دساتنی په باب د ګردی ټولنی قانونی شعور په ښکاره توګه پياوړی شوی دی .څرنګه چه په چين کښی نهه کلن اجباری تعليمات عملی او دهغو ماشومانو تعليم بشپړ شوی چه تعليمی عمر ته نه دی رسيدلی ، دغه راز اجباری تعليماتو د اميد په نامه دغريبو ماشومانو سره د مرستی پلانونه عملی شوی چه په واقعی توګه د نابالغو کسانو له خوا د تعليم داخيستلو حق تامين شوی دی .دغه راز د غريبو سيمو دماشومانو او کوچنيانو سره د مرستی دپاره داجباری تعليماتود اجراتود پلان ، داميد په نامه د پلان او د پسرلنی ګل دغوټۍ په نامه دپلان په تطبيق سره يوه ښايښته اندازه بالغ کسان چه دغربت له

امله له تعليم څخه بی برخه شوی ، بيا ښوونځيو ته ستانه شوی دی . برسيره پردی دمعيوبو ماشومانو او نابالغو کسانو له خوا د تعليم اخيستلو حق نور هم تضمين شوی او په ښوونځيو کښی د اجباری تعليماتو د اخيستلو شاګردان او زده کوونکی هم ډير زيات شوی دی .

د کمونيستی ځوانانو د اتحاديی مرکزی کميټی ، دعامه امنيت او ثقافت او نورو مربوطو څانګو هميشه د نابالغو کسانو سالمی ودی ته درسيدلو تاوانونو د له منځه وړلودپاره ګډ عمليات نيولی او د نابالغو کسانو د حقوقو او ګټو دساتلو په غرض يی کمپيوتری سيستم جوړ کړی دی مثلا دزلميانو او کوچنيانو امنيتی کمپيوتری غرفی او دزلميانو او کوچنيانو دحقوقو او ګټو د ساتلو په غرض مرکزونه يی تاسيس کړی ،دښوونځيو شا و خوا محيط يی تنظيم کړی ، له کلتوری بازارونو څخه يی فحشی کتابونه ،کيستونه يا وی سی دی ضبط کړی او داسی نور څو چه دنابلغو کسانو د ودی ښه محيط برابر شی .تر اوسه پوری په چين کی دالکترونيکی لوبو دغرفو شمير څه د پاسه ٥٠ فيصده کم شوی او د الکترونيکی لوبو اضرار چه په ټولنه کښی دزياتی انديښنی وړ دی ، ډير کم شوی دی . دغه راز په منځنيو او ابتدايی ښوونځيو او شا و خوا ځايونو کی ټولنيز نظم ښه شوی دی .علاوه پردی د هغه حالت په مقابل کښی چه نابالغ کسان د ځان د ساتلو په شعور او طاقت کښی ضعيف دی ، دمرکزی حکومت د ټولنيز نظم دعمومی تنظيم کميټی ، دکمونيستی ځوانانو د اتحاديی مرکزی کميټی او نورو مربوطو څانګو په فعاله توګه زلميانو او کوچنيانو ته د ځان ساتلو معلومات ورکړی چه په نتيجه کښی ددوی د ځان ساتلو شعور او طاقت پياوړی شوی دی .

خو په اوسنی مرحله کښی د نابالغو کسانو د ساتنی په کار کښی لا هم داسی

مسئلی موجودی دی چه بايد ور ته د بی پروايی په سترګه ونه کتل شی ، مثلا نابالغو کسانو په تيره بيا داقتصاد د وروسته پاتی سيمو نابالغو کسانو ته د تعليم ورکولو زمينه پوره نه ده برابره شوی ، غير قانونی کمپيوتری غرفی لا هم خلاصی دی او د زلميانو او کوچنيانو د ودی کلتوری محيط بايد نور هم پاک کړی شی چه ددی مسئلو د حلولو دپاره ګرده ټولنه بايد په ګډ کوشش سره دنابالغو کسانو دساتنی اوسالمی ودی دپاره ښه ټولنيزه فضا او محيط جوړ کړی .