<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-25 19:40:01    
د پښتو ژبی نوی زده کوونکی

cri

ګرانو اوريدونکو ! اسلام عليکم ! ښايی چه اوس تاسو زمونږ په خپرونې کی دنويو نطاقانو له خوا جوړ شوی پروګرامونه اوری . دوی د ٢٠٠٤ کال له جولای څخه زمونږ د راډيو په پښتو څانګه کی پکار پيل کړيدی . په دی توګه دوی شپه او ورځ د همدی خپروې له لارې ستاسو په خدمت کی دی .

چين او افغانستان دواړه ګاونډی هيوادونه دی او د لرغونی زمانې نه راهيسی يی عنعنوی دوستی ټينګه کړی ده . د څه دپاسه ديرشو کالو راپه دی خوا د چين حکومت د پښتو خپرونو انکشاف او د پښتوژبې کارکوونکو روزنې او ښوونې ته په درنه سترګه ګوری .

د چين کومونيکيشن پوهنتون چه پخوانی نوم يی د بيجينګ نشراتی پوهنځی ؤ ، د چين د پښتو کارکوونکو د روزنې او ښوونې مرکز هم ګڼل کيږی . د چين د پښتو کارکوونکی په عمده توګه له دی پوهنتون څخه فارغ شوی دی .

ښاغلی جانګ مين چه څه دپاسه څلويښت کاله دمخه يی د کابل په پوهنتون کی زده کړی وه ، د تيرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کی په چين کی د پښتو ژبې په اړه کار کړی دی . هغه د چين د پښتوژبې د کارکوونکو د روزنې په باب داسی وويل چه : ( اواز)

ګرانو دوستانو! تراوسه پوری هغوی نيم کال پښتو زده کړی ده او ساده پښتوژبه ويلی شی . نو له مونږ سره يوځای د دوی غږونه واورۍ ! ( اواز)

که څه هم تراوسه پوری دوی ډيرښه پښتو ويلی نه شی مګر مونږ باور لرو چه دری کاله وروسته به دوی د خپلوکوششونو له لاری چټک پرمختګ ترلاسه کړای شی .

عنايت الله رمز صاحب زمونږ د څانګې متخصص دی او له نويو زده کوونکو سره هم ډيرې مرستې کوی . هغه وويل چه ( اواز) 

ګرانو اوريدونکو ! مونږ هيله لرو چه په نژدی راتلونکی کی به نوموړی زده کوونکی زمونږ له ډلې سره يوځای شی او ستاسو لپاره خدمتونه وکړی . ستاسی د اوريدوڅخه ډيره مننه کوو !