د سين هوااژانس د خبر له مخی : د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د می په ٢٥مه نيټه د اندونيزيا د جمهوررئيس د مشاور او د م م د سرمنشی له خاص استازی علی ال عطاس سره د کتنی په وخت کی وويل چه د م م اصلاحات به هرومرو تر سره شي او يوازی په دې شرط چه اصلاحات ئی تر سره شي م م د نوی چلنج سره مخامخ کيدای شي ، مګر د م م اصلاحات بايد د مساوات پر اساس او د م م د اکثرو غړو هيوادونو د ګډو نظريو سره سم تر سره شي ٠
ال عطاس وويل چه د م م د اصلاحاتو په باب د پاکستان دريځ د زياتو غړو هيوادونو د دريځونو سره سمون خوری ٠