د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د می په ٢٥ نيټه په اسلام اباد کښی د امريکې د خارجه وزير له مرستيالې کريستينا روکا سره خبرې اترې وکړی٠
په خبرواترو کښی دواړو خواوو د پاکستان او امريکې د روابطو، د هند او پاکستان ترمنځ د اطمينان د تدبيرونو د غوره کولو او د افغانستان د اوضاعو په باب موضوعاتو باندی بحث وکړ٠ صدراعظم شوکت عزيز زياته کړه چه د پاکستان خلک په ګوانتانامو کښی د امريکې د نظامی اډې د عسکرو لخوا د قران کريم د سپکاوی له پيښی سره انديښنه څرګندوی٠
د امريکې د خارجه وزير مرستياله کريستينا روکا پاکستان ته د دری ورځنی مسافرت دپاره د می په ٢٥ نيټه اسلام اباد ته رسيدلې ده ٠