<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-26 10:20:25    
مشرف هيله لری چه پاکستان او هند ژر تر ژره د کشمير په باب شخړې حل کړی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د می په ٢٥ نيټه په اسلام اباد کښی د هند د صنائعو او تجارت د ټولنې د اتحاديې له هئيت سره وکتل او دوی ته يی وويل چه پاکستان او هند بايد د کشمير په باب د شخړې د حل دپاره ژر تر ژره په سياسی ساحه کښی موثر پرمختګ ترلاسه کړی او په عين وخت کښی دی د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادی او تجارتی روابطو ته د پراختيا ورکولو دپاره کوششونه وکړی٠

جمهوررئيس پرويز مشرف وويل چه د پاکستان او هند مشرتابه مقامات بايد له اوسنی سوله ايز فرصت څخه په استفادې سره سياسی صداقت وښئی او ژر تر ژره دی د کشمير په باب د شخړې په شمول خپل منځی ټولې شخړې حل کړی ٠ د ده په نظر ، د دغو موضوعاتو حل وفصل چه له تاريخ څخه راپاتی شوی، د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادی او تجارتی همکارۍ دپاره به ګټور وی ٠

جمهوررئيس مشرف په تيره اونی کښی د پاکستان له خبريالانو سره د مرکې په وخت کښی وويل چه که هند مثبت صداقت وښئی ، نو امکان شته چه د کشمير په باب شخړه به په راتلونکو دوولسو مياشتو کښی حل شی٠