<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-26 17:42:49    
* مشهور پهلوان _ ميرين

cri

د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی سياليو کی چه څه دپاسه يو زر کاله وخت يی ونيوه ، ډير زيات نامتو قهرمانان راپيدا شول او ددوی مرمری يا ميسی مجسمی  په عظيمت او سرلوړی سره د ټولو ربانود پلار- زوس په معبد کی دريدلی دی . ددوی په منځ کی د مشهور پهلوان ميرين ميسی مجسمه د ډيری توجه وړ ده او ورباندی داسی ليکونه کښل شوی چه دغه ځلانده ميسی مجسمه د اولمپيک په سپورتی لوبو کی دايمی قهرمان او د تل لپاره د يادونی وړ پهلوان ميرين دی .

د روايت له مخی ، ميرين يو زورمند پهلوان ؤ او د زورمند پهلوان رب د زوی شهرت يی ترلاسه کړ . دهغه په اړوند زياتی افسانوی قصی تر اوسه پوری راپاتی شوی دی . د ميلاد دمخه په ٦می پيړۍ کی د اولمپيک په يوې سپورتی لوبې کی نوموړی په بريالی ډول پر يوه غښتلی غوايی باندی غلبه وکړه .

ميرين د کوچنيتوب په وخت کی ښه صحت درلود او يوازی د دوو ، درو کلونو په وخت کی که چيری به هغه په لاس کی کوم څيز نيول ؤ ، حتی د يوه لس کلن دقوت نه زيات و او نوموړی لس کلن هلک نشو کولای چه داڅيزورځنی لاس ته راوړی . نو په دی وجه خلکو داسی وويل چه ميرين د زورمند پهلوان رب دوهم ژوند ؤ . د تمرين په بهيرکی نورولوبغاړو دمبلونه او تيږی پورته کولی ، خو هغه غوايان پورته کول . دخوسکی په لوی کيدو سره د ميرين لخوا پورته شوی وزن هم په تدريجی توګه زياتيده ، په دی توګه يی د څو سوه کيلوګرامو غوايی د پورته کولو توان وموند او د خپل طبيعی غوره والی او زيارونو په اتکأ يی د مسلسلو ديرشو کلونو لپاره د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی د قهرمانی لقب له ځانه سره ساتلی و .

*د سپورت او جګړی په باره کی د سوکراتيس نظريه

د لرغونی يونان فيلسوف سوکراتيس د لرغونی يونان په دوره کی د سپورت او جګړی ترمنځ د روابطو په باره کی داسی وويل چه د ښار هر اوسيدونکی هيڅکله او په هيڅ وجه له ورزش او سپورت څخه ځان ونه ژغوری او بايد ډير ښه او غښتلی صحت ولری . که چيری هيواد له خطر سره مخامخ شی ، نو هر تن کولای شی چه په هر وخت د هيواد د دفاع لپاره خپله وجيبه او دنده ترسره کړی .