

د می په مياشت کی د چين د کلتور د وزارت له خوا په بېجينګ کی د راغونډېدو په نامه لوی بين امللی هنری فيستوال جوړ کړ او د څه نا څه ديرشو هېوادونو څخه راغلو څه دپاسه زرو تنو هنرمندانو وار په وار د رنګا رنګو په زړه پوری نمايشونو او نندارو د ښودلو دپاره بېجينګ ته راغلی ؤ. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته په بېجينګ کی د راغونډېدو په نامه د پنځم بين المللی هنری فيستوال په باب څه معلومات وړاندی کړو.
(لومړی اواز)
همدا اوس تاسو د دې فيستوال د پرانيستلو په مراسمو کی يو موزيک واورېد. د چين د سندرو او نڅاوو له هيئت څخه هنرمندانو ننداره کوونکو ته په تېری نيمی پېړۍ کی د چين د مختلفو قومونو غوره سندرې او نڅاوې وړاندی کړی او د دوی په زړه پوری نمايش د تماشاکوونکو د سختو چک چکو سبب وګرځېد.
د ٢٠٠٠ کال نه راهيسی په بېجينګ کی د راغونډېدو په نامه څلور دوری دا ډول بين المللی فيستوالونه په برياليتوب سره جوړ شوی او څو مليونه تنه ننداره چيان يی ځان ته راجلب کړيدي. د چين د يوه مهم دولتی فيستوال او په اسيايی سيمه کی د يوه لوی پسرلنی فيستوال په توګه په بېجينګ کی د راغونډېدو په نامه
بين المللی فيستوال يو هنری اغېزه لرونکی فيستوال ګرځېدلی او د کورنيو او بهرنيو هنرمندانو ستاينه يی لاسته راوړلی ده. د دې فيستوال يوه مسؤل او د چين د خارجی کلتوری شرکت رئيس ښاغلي جانګ يو وويل
( دوهم اواز)
په بېجينګ کی د راغونډېدو په نامه سږنی فيستوال کی ټاکل شوی پروګرامونه او هنری شکلونه د تېرو کلونو په نسبت زيات دي. هغه زياته کړه چی د سږنی فيستوال په بهير کی ډول ډول کلتوری، هنری او سيمه ايز شکلونه څرګندېږی، لکه چی د فنلندسمفونی موزيک، د جاپان مداريګری، د کانګو نڅاوې، د امريکې روک موزيک او د روسيې د ولسی موزيک په شمول رنګا رنګ هنری هئيتونه به په څه دپاسه ديرشو ورځو کی خپل نمايشونه وکړي. علاوه پر دې د فرانسې د کلتوری کال په نامه فعاليتونه اوس په چين کی روان دي او له دې امله چی سږ کال د چين او اروپايی اتحاد ترمنځ د سياسی مناسباتو د قايمېدو ديرشمه کاليزه ده، نو د اروپا څخه راغلی زيات هنری هئيتونه د زياتې توجه وړ دي. د مثال په توګه د ډنمارک دولتی سمفونی ارکسترا به د دې فيستوال د پای ته رسېدو په مراسمو کی خپل کنسرت سر ته ورسوی، د فرانسې د باليټ هئيت به د معاصره باليټ په وسيله د شېکسپير مشهوره ډرامه چی روميو او جوليت نومېږی وړاندی کړی او د بلجيم، فنلند، المان او د ناروی په شمول له څو هېوادونو څخه راغلی هنری هئيتونه او نندارتونه به د دې فيستوال په بهير کی خپل خدمتونه تر سره کړي.
په بېجينګ کی د راغونډېدو په نامه د بين المللی هنری فيستوال يو لړ فعاليتونه په تياترونو کی د نمايشونو، په ميدانونو کی د فعاليتونو او هنری
نندارو په شمول له څو برخو څخه جوړوی. د زيار کښو خلکو د بين المللی جشن په ترڅ کی د مختلفو هېوادونو هنرمندانو د بېجينګ په څو پارکونو او ميدانونو ته په زړه پوری نندارې وکړې. د چين نه پرته د امريکې، ډانمارک، نوی زيلند، فنلند، سويس، روسيې، کيوبا، پولند او د اذربايجان په شمول د څو هېوادونو پنځلس هنری هئيتونه خپل نمايشونه ننداره کوونکو ته وړاندی کړل.
د نوی څپې په نامه د فرانسې د پومپيدو د هنری مرکز نه راغلی معاصری هنری ننداره تر نورو نندارو نه زياته توجه ځانته راجلبه کړيده او په دغه نندارتون کی ټول هنری اثار د فرانسې د پومپيدو د هنری مرکز له خوا راټول شويدي. د پومپيدو هنری مرکز يو مشهور بين المللی کلتوری سازمان دی او د فرانسې حتی د لويديځی نړۍ د معاصر هنر دپاره يوه نښه بلل کېږی.
د نوموړی نندارې يو مسؤل کاميل مورينيو خبريال ته وويل
(اوم اواز)
ما څو ځله چين ته سفر کړی او زه باور لرم چی دغه ننداره به د زياتو چينی هنرمندانو توجه راواړوی. زه فکر کوم چی چينی نندارچيان به له دې نندارې څخه د کتنې په بهير کی زيات معلومات او نوی خوند تر لاسه کړای شی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس تاسو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد. ستاسو د روغتيا په هيله!