د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس پيرويز مشرف او صدراعظم شوکت غزيز د مې په ٢٧ نيټه د بم د چاودنې پر هغې پيښې باندې چې په همدې ورځ د اسلام اباد په اظراف کې د مسلمانو په يوه مذهبي مقبره کې رامنځته شوې ده سخته غندنه وکړه ٠ نوموړو دوو مشرانو مربوطو څانګو ته هدايت ورکړ چې بايد سمدستي نوموړي پيښه تر تحقيقاتو لاندې راولي او ژر ترژره مجرمينو ته سزا ورکړي ٠ د مربوط روغتون د خبر له مخې د بم د چاودنې په پيښه کې نولس تنه مړه او څه دپاسه پنځوس تنه ټپيان شوي دي ٠