د چين د بين المللی راډيو د کارکوونکو غره ته د ختلو په سيالی کی ګډون وکړ
ګرانو او محترمو اوريدونکو ! اسلام عليکم ! اوس اوريدونکو ته د ځواب ورکولو خپرونه پيل کيږی . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی پوښتنه کړيده چه د چين د بين المللی راډيو د پښتو څانګې کارکوونکی هره ورځ د اوريدونکو لپاره ډيرې ښې او په زړه پوری خپرونې جوړوی او د پښتو ژبې لپاره زيات خدمتونه ترسره کوی . دغه راز هغوی خپل د زړه له کومې سلامونه هم مونږ ته وايی . په نوموړو ليکونو کی زمونږ ډيرو محترمو اوريدونکو په دی معلومات غوښتی دی چه زمونږ کارکوونکی په تفريحی وخت کی څه کار کوی . نو په نننی پروګرام کی به تاسو ته د خپل تفريحی ژوند په باب څه معلومات وړاندی کړو !
د چين د بين المللی راډيو د کارکوونکو تفريحی ژوند ډير رنګارنګ دی او د چين د بين المللی راډيو د کارکوونکو د ټولنې له خوا کله کله په زړه پوری فعاليتونه جوړيږی .
د روانې مياشېت په ٢١ نيټه کی د چين د بين المللی راډيو د کارکوونکو ټولنې غره ته د ختلو يوه سيالی جوړه کړه او د مختلفو څانګو زياتو کارکوونکو پکی ګډون کړی ؤ . زمونږ د پښتو څانګی کارکوونکو هم په نوموړی سيالی کی ډير مهم رول ولوبوه او دريو تنو کارکوونکو هر يوه شی مونګ ، چن جونګ او يوهای فانګ په نوموړی سيالی کی ګډون وکړ .
د همدې ورځی په سهار نوموړی لوبغاړی د بس په واسطه شيانګ شان غره ته لاړل . دغه غر د بيجينګ په لويديځه برخه کی پروت دی او زمونږ له راډيو څخه ډير ليری
نه دی . نوموړی غر په حقيقت کی يو لوی پارک دی او دا پارک ډير ښکلی جوړ شويدی . نو هره ورځ زيات خلک د سيل لپاره هلته ځی . د سيالی د پيل د مخه خبريال زمونږ دګروپ له مشرې ميرمن ليانګ
سره خبرې وکړې او هغې زمونږ د پښتو څانګی کارکوونکی ډير وستايل :
(اواز)
سږ کال زمونږ په راډيو کی په تيره بيا په پښتو څانګی کی ډير نوی کارکوونکی شامل شوی دی .او د چين د بين المللی د راډيو په بيلابيلو فعاليتونو کی يی ګډون کړی دی . د بيلګی په توګه په دی سيالی کی دګډون کولو مهم هدف ترټولو نه د روغتيا ساتنه ده . د دې نه پرته زه باور لرم چه زمونږ ځوان لوبغاړی به ښه مقام ترلاسه کړای شی .
د سيالی په پيل کی ټولو لوبغاړو په شوق او ذوق سره منډه پيل کړه خو د نيمې لارې نه وروسته ځينی لوبغاړی ستړی او بيرته پاتی شول .
( اواز)
د خوشحال وړ خبره دا ده چه زمونږ د څانګې دريو تنو لوبغاړو په بريالی توګه سيالی پای ته ورسوله او د سيالی نه وروسته نطاقی چن جونګ داسی وويل
(اواز)
د کار په وخت کی مونږ هرورځ په دفتر کی ناست يو او د ورزش لپاره وخت نه لرو . نو مونږ بايد په دا ډول فعاليتونو کی ګډون وکړو او ترڅو روغتيا په ښه توګه وساتل شی .
د سيالی نه وروسته مونږ په ډيرې خوشحالی سره غره ته وختلو ، د ګلانو سيل مو وکړ او عکسونه مو واخيستل . د دغسی سياليو له لارې د راډيو د کارکوونکو
ترمنځ تګ راتګ او پيژندګلوی هم زياتيږی او روغتيا ته يی هم ګټه لری .
ګرانو او محترامو اوريدونکو ! مونږ هيله لرو چه تاسو هم د خپل ژوند په باب مونږ ته خطونه وليکه ! ستاسو د نيکمرغۍ په هيله !