<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-28 19:51:31    
حامد کرزی د افغانستان او امريکی تر منځ د نويو روابطو د ټينګولو په هڅه کی دی

cri

د سين هوا اژانس د می د ٢٧ می نيټی د خبر له مخی ، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په همدی ورځ له واشنګتن څخه کابل ته د راستنيدو نه وروسته خبريالانو ته وويل چه ما په بريالی ډول امريکی ته سفر وکړ او له امريکی سره د افغانستان د ستراتيژيکی همکارۍ د روابطو ټينګيدل د خپلی سيمی د امنيت او ثبات لپاره ګټور دی .

امريکی ته د سفر په موده کی کرزی او جمهوررييس بوش د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکی همکاری د روابطو د قايمولو په هکله د يادداشت امضاوی وکړې . امريکی دا ژمنه هم وکړه چه د نظامی چارو ، امنيت او د هيواد د بيا رغاونی په ساحو کی به افغانستان ته مرسته برابره کړی ، خو د افغانستان حکومت ته د بنديانو د سپارلو ، په دغه هيواد کی د امريکايی فوځيانو د قوماندانۍ او د مخدرو موادو سره د مبارزی په شمول يو لړ موضوعاتو کی امريکی ښاغلی حامد کرزی ته هيڅ قناعت بخښونکی ځواب نه دی ورکړی .